Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஸ்ஸுக்ருப்   வசனம்:
وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
مونږ هغوی ته د دلیل له پاسه دلیل وښوولو چې روستی به له پخواني څخه ډیر لوی و او هغوی مو په عذاب هم اخته کړل، تر څو له خپلې لارې نه راوګرځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟
او هغوی وویل: ای د سحر لوی عالمه! د هغې وعدې له مخې چې ستا رب له تاسره کړې ده مونږ ته خلاصون وغواړه. مونږ به لار میندونکي شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟
نو چې مونږ به ترې عذاب لرې کړ ناببره به يي خپلې وعدې ماتولې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ
او فرعون د خپل قوم په وړاندې اعلان وکړ چې: ای زما قومه! ایا د مصر واکمني زما نده او دغه ویالې زما په واکمنۍ کې نه بهیږي؟ ایا تاسې يي نه وینئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟
ایا زه غوره یم او که دغه سپک سړی چې خپله خبره هم ښه نه شي کولی؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟
ولې هغه ته د سرو زرو بنګړي په لاس نه شول؟ او ولې ورسره د ملایکو کتار روان نه دی؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
فرعون خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی يي پیروي وکړه په رښتیا چې قوم يي فاسق و.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو بالاخره چې مونږ يي په قهر کړو نو غچ مو ترې واخیست او ټول مو په اوبو کې ډوب کړل.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠
د کافرانو لپاره مو مخکښان او د راتلونکو نسلونو لپاره مو پند او عبرت وګرځول.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟
او کله چې د مریمې ځوی دمثال په ډول وړاندې شو نو ستا قوم د خندا او مسخرو شور جوړ کړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟
او ويي ویل: ایا زمونږ خدایان ښه دي که هغه؟ د مثال يې تاته یوازې د جګړې او جنجال لپاره وړاندې کړی دی. په رښتیا چې هغوی یو جنجالي قوم دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
عیسی یوازې او یوازې یو داسې غوره بنده وو چې مونږ پرې لورینه کړې او د بني اسرائیلو لپاره مو مثال ګرځولی و.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟
که مونږ غوښتی وای نو ستاسې له هلاکت وروسته به مو ملایکې پیدا کړې وای چې په ځمکه کې به يي ستاسې پر ځای ژوند کاو.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஸ்ஸுக்ருப்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக