Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யாஸீன்   வசனம்:
وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ ۟
مونږ له ده وروسته دده پر قوم له اسمان نه کوم لښکر راونه لیږه او نه مونږ لښکرې لیږو.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ ۟
بس یوه چیغه وه چې ټول ناببره مړه ولویدل.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ ۣۚ— مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
افسوس پر داسې خلکو، هر پیغمبر چې ورته راغلی نو ټوکې او ملنډې يې پرې کړي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟
ایا نه ویني چې مونږ پخوا څومره ډیر قومونه هلاک کړي؟ یو يې هم بیرته ددوی په لور راتاویدونکی نه دی؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟۠
دوی ټول به یوه ورځ خامخا زمونږ په وړاندې حاضر کړای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ ۖۚ— اَحْیَیْنٰهَا وَاَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ ۟
د هغوی لپاره یوه لویه نښه مړه او وچه ځمکه ده چې مونږ يې ژوندۍ کوو او غلې دانې ترې راوباسو چې هغوی يي خوري.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَجَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ وَّفَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِ ۟ۙ
مونږ په همدې ځمکه کې د خرما او انګورو ډول ډول باغونه پیدا کړي او چینې مو پکې راخوټولې دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ ۙ— وَمَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟
تر څو دا میوې او هغه چې ددوی لاسونو جوړ کړي دي وخوري ایا نو شکر نه وباسي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَمِنْ اَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
پاک دی هغه ذات چې د هر څه جوړې يي پیدا کړي دي د ځمکې له زرغونو شیانو او پخپله د انسانانو په مینځ، او په ډیرو هغو څیزونو کې چې دوی يي لا نه پیژني.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ ۖۚ— نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَ ۟ۙ
او د هغوی لپاره شپه لویه نښه ده چې مونږ ترې ورځ د څرمن پشان وباسو او ناببره پرې تیارې راخورې شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ؕ
او لمر د خپل استوګنځي په لور روان دی دا د ډیر پیاوړي برلاسي او په هر څه پوه ذات اندازه ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ ۟
او مونږ د سپوږمۍ لپاره پړاوونه ټاکلې ترڅو بالاخره هغه د خرما د یوې زړې وچې او کږې شوې څانګې په شان وګرځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ؕ— وَكُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟
نه د لمر په توان ده چې سپوږمۍ ونیسي او نه شپه له ورځې نه لومړی کیدای شي. او هر څه په یو مدار کې چورلیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யாஸீன்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக