Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்முஃமினூன்   வசனம்:
وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
او که مونږ پر هغوی مهربان شوی او اخته کړ او مو ترې لرې کړی وای نو بیا به هم په خپله سرغړونه کې لا کلک او لالهانده به وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟
ځکه مو په عذاب اخته کړل خو بیا يې هم خپل رب ته غاړه کیښوده او نه ورته زارۍ کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠
تر هغو چې مونږ پری د سخت عذاب دروازه را خلاصه کړو نو بیا به له هر څه نه مایوسه وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دی چې تاسې ته يې غوږونه، سترګې او زړونه درکړې. خو تاسې ډیر لږ شکر ویستونکي یاست.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او هغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړي يي او د همغه په لور به بیرته وروستلای شئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او هغه دی چې ژوند بښي او وژنه کوي او د شپې او ورځې اړول را اړول د هغه کار دی. ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟
خو دوی همغه څه وايې چې پخوانیو یې ویلي وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟
پخوانیو يې ویلي وو: ایا چې مونږ مړه، خاورې او هډوکي شو بیا به هم ژوندي راپاڅول کیږو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
همدا یوه وعده له مونږ سره کیږې او زمونږ له پلرونو سره لا پخوا شوې وه. دا پرته له زړو کیسو نور هیڅ نه دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه: که تاسې پوهیږئ نو ووایاست چې ځمکه او د هغې هر څه د چا دي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ارو، مرو به وايي د الله، ورته ووایه نو ولې ځان په خبره نه رسوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟
ورته ووایه: د اووه اسمانونو او د لوی عرش واکمن څوک دی؟
அரபு விரிவுரைகள்:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
ارو، مرو به هغوی ووایي: الله. ووایه: نو لوې له هغه نه ډار نه لرئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ووایه: د هر شي واک د چا په لاس کې دی؟ هسې واکمن چې پناه ورکوي. خو د هغه پر خلاف هیڅوک پناه نه شي ورکولای؟ نو که پوهیږئ ووایاست؟
அரபு விரிவுரைகள்:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟
ژر به ووايې د الله، ورته ووایه نو بیا ولې غولول کیږئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்முஃமினூன்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக