Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: மர்யம்   வசனம்:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ
ایا تا هغه څوک نه دي لیدلي چې زمونږ له ایتونونه منکر؟او وايي:چې ماته به مال او اولاد راکول کیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ
ایا په غیبو خبر شوی او که له رحمان نه یې کومه ژمنه اخیستي ده؟
அரபு விரிவுரைகள்:
كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ
نه هیڅکله داسې نه ده.مونږ به ډیر ژر د هغوی ویناوې ولیکو او عذاب به لاور زیات کړو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟
دی چې هر څه یادوی ټول به مونږ ته پاتې او یوازې به مونږ ته راشي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ
او هغوی پرته له الله نه نور خدایان نیولي تر څو یې ملاتړي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠
نه هیڅکله به یې ملاتړي نه،بلکې له عبادت نه به یې منکر او پر ضد به یي دریځ ونیسي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ
ایا ته نه ګوري چې مونږ شیطانان پر کافرانو ورخوشې کړي دي چې ښه پوره یې د بدۍ په لور وهڅوي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ
ته یي د عذاب تلوار مه کوه مونږ یې ورځې شمیرو.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ
هغه ورځ را یاده کړه چې مونږ به پرهیزګاران د میلمنو په توګه رحمان ته وړاندې کړو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ
او مجرمان به تندې اخیستي د جهنم په لور وشړو.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ
هلته به هیڅوک دخیر غوښتنې واک نه لري مګر یوازې هغه به یې کولای شي چې له مهربان خدای یي ژمنه اخیستي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ
او وايې چې:مهربان خدای ځوی نیولی دی
அரபு விரிவுரைகள்:
لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ
تاسې خورا لویه ناورینه خبره کړې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ
نژدې ده چې په دې سره اسمانونه وچوي.ځمکه څیرې او غرونه ټوټه،ټوټه را پریوځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ
ځکه چې هغوی مهربان خدای ته ځوی ثابتوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ
دا د رحمان شان نه دی چې ځوی ونیسي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ
څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول به مهربان خدای ته د بنده ګانو په توګه را وړاندې شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ
ټول یي معلوم کړي او له مخې یي ګڼلي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟
او ټول به یو،یو د قیامت په ورځ د هغه مخې ته وړاندې شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: மர்யம்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக