Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஅல்ஹிஜ்ர்   வசனம்:
قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ
لوط وویل: که تاسې زما[۹] په وینا عمل کوئ نو زما لوڼې شته.
[۹] علماء وايې دلته مراد د قوم جینکۍ دي ځکه پیغمبر د ټول قوم د پلار حیثیت لري او ځیني نور وايي مراد ترې د هغه خپلې لورګانې دي( یعنې نکاح ورسره وکړئ ( فتح القدیر امام الشوکاني)
அரபு விரிவுரைகள்:
لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
ای محمده! ستا په عمر زما قسم دی چې دوی په خپله مستۍ کې خورا لالهانده وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ
لمر څرک یوې هیبت ناکې چیغې ونیول.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ
هغه کلی مو په بل مخ واړاوه. او په اور پاخه کاڼې مو پرې ووروله.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟
هو! په دې کیسه کې د پند اخیستونکو لپاره ډير دلایل شته دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟
او د لوط کلی د هغوی په سمه لار کې پروت دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
دا پیښه د هغو لپاره چې په خبره باور کوي د عبرت درس دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او د ځنګل څښتنان هم تیري کوونکي وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠
نو مونږ له هغوی نه بدل واخیست او دا دواړه کلي د لوی لارې په سر پراته دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
د حجر[۱۰] خلکو هم استازي درواغجن وګڼل.
[۱۰] د مدیني او شام ترمینځ دیوه ځای نوم دی( تفسیر الماوردی)
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ
مونږ خپل دلایل ښه پوره ورکړل خو هغوی ترې مخ واړاوو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟
هغوی په خورا ډاډمنه فضا کې ډبرې توګلې او کورونه يې ترې جوړول.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
خو په پای کې سهار وختي یوې هیبت ناکې چیغې ونیول.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ
او ګټلي مال يې هیڅ ګټه ورته ونه رسوله.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟
او مونږ اسمانونه، ځمکه او ددې ترمینځ پراته څيزونه یوازې د حق پر بنسټ پیدا کړی دي. او د پریکړې ساعت هرو، مرو راتلونکی دی نو ای محمده! د دوی له بابیزو کړنو غوره مخ اړونه وکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟
بې له شکه چې ستا رب د هر څه کوونکی او په هر څه ښه پوه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟
او پخه خبره ده چې مونږ تاته اوه تل تکراریدونکي[۱۱] ایتونه او او عظیم الشان قران درکړی دی.
[۱۱] مراد ترې د فاتحې سورت دی او مثاني ورته ځکه وايي:۱- د لمانځه په هر رکعت کې تکراریږي ۲- دا سورت د الله او بنده ترمینځ په دوه برخو ویشل شوی دی ۳- دوه ځلې نازل شوی دی یو ځل په مکه او بل په مدینه کې.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د هغو څیزونو په لورسترګې مه نیسه چې مونږ مختلفو [۱۲] کافرانو ته ورکړې دي او مه پرې خفه کیږه بس ته خپله خوا مومنانو ته نرمه کړه.
[۱۲] د کافرانو ډیر خیلونه دي کله یهود او... یا معنی يي ده چې کافرانو ته مې په دنیا کې هر ډول نعمتونه ورکړي دي ته ورپسی هوس مکوه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ
او ووایه بې له شکه زه یو ښکاره ډاروونکی یم.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ
لکه چې پر تقسیم کوونکو مې عذاب نازل کړی وو( پر دوی به يي هم نازل کړم).
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஅல்ஹிஜ்ர்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக