Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யூஸுப்   வசனம்:
فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَایَةَ فِیْ رَحْلِ اَخِیْهِ ثُمَّ اَذَّنَ مُؤَذِّنٌ اَیَّتُهَا الْعِیْرُ اِنَّكُمْ لَسٰرِقُوْنَ ۟
نو کله چې یوسف د هغوی بارونه پوره او برابر کړل نو جام يي د خپل ورور په بار کې کیښود بیا جار اعلان وکړ چې ای کاروانیانو تاسې غله يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا وَاَقْبَلُوْا عَلَیْهِمْ مَّاذَا تَفْقِدُوْنَ ۟
هغوی مخ را واړاوو او ويې ویل : څه ورکه لټوئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَآءَ بِهٖ حِمْلُ بَعِیْرٍ وَّاَنَا بِهٖ زَعِیْمٌ ۟
د پاچا نوکرانو وویل د پاچا د پیمانه مو ورکه کړې او هر چا چې رامینده کړه نو یو اوښ بار به په انعام ورکړ شي او زه يې ضامن یم.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كُنَّا سٰرِقِیْنَ ۟
هغوی وویل: قسم په الله چې تاسې ښه پوهیږئ چې مونږ دغې خاوری ته د فساد لپاره نه یو راغلي او نه مونږ غله یو.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا فَمَا جَزَآؤُهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ كٰذِبِیْنَ ۟
د پاچا نوکرانو وویل: ښه نو د غله جزا به څه وي که چیرې تاسې درواغجن وختلئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا جَزَآؤُهٗ مَنْ وُّجِدَ فِیْ رَحْلِهٖ فَهُوَ جَزَآؤُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
هغوی وویل د غلا جزا همدا ده چې د چا په بار کې جام راووت همغه سړی [۳] په غلا کې ورکول کی.ي. او مونږ په همدې توګه ظالمانو ته جزا ورکوو.
[۳] په ابراهیمي شریعت کې د غلا جزا همدا وه چې غل به غلام ګرځول کیده ( تفسیر الماروردی)
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبَدَاَ بِاَوْعِیَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ اَخِیْهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِّعَآءِ اَخِیْهِ ؕ— كَذٰلِكَ كِدْنَا لِیُوْسُفَ ؕ— مَا كَانَ لِیَاْخُذَ اَخَاهُ فِیْ دِیْنِ الْمَلِكِ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— وَفَوْقَ كُلِّ ذِیْ عِلْمٍ عَلِیْمٌ ۟
یوس د خپل ورو له څټې نه وړاندې د نورو څټو په پلټنه پیل وکړ بیا يي د خپل ورور له څټې نه جام راوویست. په دې توګه مونږ یوسف ته تدبیر وښوولو. یوسف نه غوښتل چې خپل ورور د مصر نظام په رڼا کې ونیسي[۴] مګر چې د الله خوښه شوه نو همدا تدبیر يي وروښود زمونږ چې چاته خوښه شي نو درجې ې ورورته کوو. او دهر لوی عالم نه پورته بل لوی عالم شته.
[۴] پاچا نظام کې د غله وهل او تاواني کول وو په بندي کولو او غلامول.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْۤا اِنْ یَّسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ اَخٌ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَاَسَرَّهَا یُوْسُفُ فِیْ نَفْسِهٖ وَلَمْ یُبْدِهَا لَهُمْ ۚ— قَالَ اَنْتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا ۚ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَصِفُوْنَ ۟
هغوی وویل که بنیامین غلا وکړي نو څه لرې خبره نده ځکه چې دده بل ورور هم له ده نه مخکې غلا کړې وه[۵] یوسف دا خبره وزغمله او هغوی ته يي راونه سپړله. خو ورته يې وویل تاسې ډير بد خلک يې . تاسې چې څه وايي الله پاک پرې ښه پوهیږي.
[۵] په دی هکله مختلفې خبرې نقل شوي یوسف په کوچنیوالي کې کړي وه.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ اِنَّ لَهٗۤ اَبًا شَیْخًا كَبِیْرًا فَخُذْ اَحَدَنَا مَكَانَهٗ ۚ— اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
د یوسف ورونو وویل: ای پاچا! دی یو سپین ږیری بوډا پلار لري دده پر ځای مونږ کوم یو درسره ونیسه بې له شکه ته مونږ ته نیکو کاره ښکارې.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யூஸுப்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக