Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்   வசனம்:
فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ رَّبُّكُمْ ذُوْ رَحْمَةٍ وَّاسِعَةٍ ۚ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُهٗ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
نو كه دروغجن يې وبللې ورته وايه ستاسو رب د پراخ رحمت خاوند دى او له مجرمو خلكو يې عذاب بېرته نه شي ګرځول كېداى.
அரபு விரிவுரைகள்:
سَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكْنَا وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتّٰی ذَاقُوْا بَاْسَنَا ؕ— قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوْهُ لَنَا ؕ— اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَخْرُصُوْنَ ۟
هغو كسانو چې شرك كړى وايي به كه الله غوښتي واى نه به موږ شرك كړى وو، نه مو پلرونو او نه به مو كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكى هم چې كوم خلك وو همدغسې دروغ يې تړلي وو تر دې چې زموږ عذاب يې وڅكلو، ورته ووايه: آيا تاسو سره كوم علمي سند شته چې موږ ته يې راوباسئ؟ تاسي له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځئ او (په الله پورې) له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ فَلِلّٰهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۚ— فَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
ووايه: نو الله سره خو حق ته رسېدلى سند شته، او كه غوښتي يې واى تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ الَّذِیْنَ یَشْهَدُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ حَرَّمَ هٰذَا ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟۠
ووايه: هغه شاهدان مو راولئ چې دا شاهدي وايي چې دا شيان الله حرام كړي دي، نو كه هغوى دا شاهدي وركړه نو ته دا شاهدي ورسره مه وايه او د هغو په هوسونو پسې مه ځه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او هغوى چې په آخرت ايمان نه راوړي او دوى له خپل رب سره نور څه برابروي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَیْكُمْ اَلَّا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ۚ— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ مِّنْ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَاِیَّاهُمْ ۚ— وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۚ— وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې خپل رب مو در باندې حرام كړي، دا چې هېڅ شی به نه ورسره شريكوئ، له مور او پلار سره به ښېګڼه كوئ، د نېستۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى دواړو ته موږ روزي دركوو، بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنږدې كيږئ، داسې كس مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه، په دې سره الله تاسو ته حكم كړى چې له عقله كار واخلئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்ஆம்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக