Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்கமர்   வசனம்:
خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ
په خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟
د بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟
له هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟
نو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ
بيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ
او له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ
او دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟
چې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه]
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
அரபு விரிவுரைகள்:
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
عاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ
په يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟
چې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
அரபு விரிவுரைகள்:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟
ثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟
نو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو.
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟
آيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى.
அரபு விரிவுரைகள்:
سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟
دا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ
بېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்கமர்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக