Check out the new design

Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. * - Índice de tradução


Tradução dos significados Versículo: (16) Surah: Al-Maidah
یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
لارښوونه کوي الله تعالی په دې کتاب سره هغه چاته چې تابعداري يې کړي وي د هغه څه چې الله تعالی پرې راضي کیږي د ایمان او نیک عمل څخه لارې د خلاصون ته د الله تعالی له عذاب څخه، او هغه لارې رسیدونکې دې جنت ته، او راوباسي دوی له تیارو د کفر او ګناه څخه رڼاګانو د ایمان او تابعدارۍ ته په خپل حکم، او توفیق ورکوي دوی ته لارې برابرې نیغې ته چې هغه د اسلام لار ده.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• تَرْك العمل بمواثيق الله وعهوده قد يوجب وقوع العداوة وإشاعة البغضاء والتنافر والتقاتل بين المخالفين لأمر الله تعالى.
د الله تعالی په وعدو او لوظونو باندې عمل پریښودل په تحقیق سره سبب کیدی شي د پیداکیدلو د دښمنۍ او د خپریدلو د کینې او د نفرت او د جنګ په منځ د مخالفینو د الله تعالی د امر.

• الرد على النصارى القائلين بأن الله تعالى تجسد في المسيح عليه السلام، وبيان كفرهم وضلال قولهم.
رد دی په نصاراو باندې چې ویوونکي دي د دې خبرې چې بیشکه الله تعالی د مسیح –علیه السلام- په شکل کې ننوتلی و، او بیان د کفر او د ګمراهۍ د هغوی د وینا.

• من أدلة بطلان ألوهية المسيح أن الله تعالى إن أراد أن يهلك المسيح وأمه عليهما السلام وجميع أهل الأرض فلن يستطيع أحد رده، وهذا يثبت تفرده سبحانه بالأمر وأنه لا إله غيره.
د مسيح د الوهيت د بطلان له دلايلو څخه دا هم دی چې که الله تعالی د مسيح، د هغه د مور عليهما السلام او د ځمکې د ټولو خلکو د له منځه وړلو اراده وکړي؛ نو هيڅوک به يې د منعې کولو توان ونه لري، دا د الله په خپل امر کې يوازيتوب ثابتوي او دا چې له هغه پرته بل الله نشته.

• من أدلة بطلان ألوهية المسيح أن الله تعالى يُذَكِّر بكونه تعالى ﴿ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ﴾ (المائدة: 17)، فهو يخلق من الأبوين، ويخلق من أم بلا أب كعيسى عليه السلام، ويخلق من الجماد كحية موسى عليه السلام، ويخلق من رجل بلا أنثى كحواء من آدم عليهما السلام.
د مسيح د الوهيت د بطلان له دلايلو څخه دا هم دی چې الله تعالی څه وغواړي پيداکوي يې، کله له مور او پلاره څوک پيداکوي، يا يې پرته له پلاره يوازې له موره پيداکوي لکه عيسی عليه السلام، يا يې له جماده پيداکوي لکه د موسی عليه السلام مار او يا يې پرته له ښځينه پيداکوي لکه حواء له آدم عليهما السلام څخه.

 
Tradução dos significados Versículo: (16) Surah: Al-Maidah
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. - Índice de tradução

emitido pelo Centro de Tafssir para Estudos do Alcorão

Fechar