Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (79) سورت: توبه
اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
هغه منافقان چې په خپله خوښه ډیر مال خیراتوونکو او د خپلې کمې وسې وړاندې کوونکو مؤمنانو باندې ګوته ږدې[۱۷] مسخرې او ملنډې پرې وهي. الله به يي د مسخرو جزاء ورکړي او دردناک عذاب یي په برخه دی.
[۱۷] یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو وغوښتل چې د جهاد لپاره کومک وکړي نو یوه مالدار څلور سوه درهم او یو مسکین یوه پيمانه راوړه منافقانو وویل دا یو ریاکار دا بل احمق دی په پیمانه به څه وشي؟(معارف القرآن مفتي محمد شفیع صاحب.)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (79) سورت: توبه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول