Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مجادله   آیت:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَا یَكُوْنُ مِنْ نَّجْوٰی ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمْ اَیْنَ مَا كَانُوْا ۚ— ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
ايا تا نه دي ليدلي چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پر هر څه پوهيږي (چېرته به) د دريو كسانو داسې پټې خبرې نه وي چې هغه (الله) يې څلورم نه وي، نه به د پنځو داسې وي چې هغه (الله) يې شپږم نه وي او نه به تر دې لږ او نه زيات وي چې هغه ورسره نه وي، هر چېرې چې هغوى وي. بيا به يې د قيامت په ورځ په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي، په رېښتيا الله پر هر څه ښه پوه دى.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نُهُوْا عَنِ النَّجْوٰی ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَیَتَنٰجَوْنَ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ ؗ— وَاِذَا جَآءُوْكَ حَیَّوْكَ بِمَا لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّٰهُ ۙ— وَیَقُوْلُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ لَوْلَا یُعَذِّبُنَا اللّٰهُ بِمَا نَقُوْلُ ؕ— حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ايا ته نه ګورې هغه كسانو ته چې له پټو خبرو منع شوي وو (خو) هغوى بېرته همغو خبرو ته راګرځي چې ترې ايسار كړل شوي وو او په خپلو كې د ګناه، ظلم، تېري او د رسول په نافرمانۍ كې پټې خبرې كوي او كله چې تا ته راشي نو په داسې ټكو سلام درته كوي چې په هغو سره الله تا ته سلام نه كوي او خپلو زړونو كې وايي چې ولې مو الله پر هغه څه نه عذابوي چې موږ يې وايو؟ جهنم يې بس دى چې ورننوځي به، نو هغه ډیر بد ځای د ورتګ دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَنَاجَیْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي پټې خبرې كولې نو د ګناه، ظلم او رسول (الله) د نافرمانۍ پټې خبرې مه كوئ، بلكې د ښېګڼې او تقوى پټې خبرې كوئ او له هغه الله څخه وډار شئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا النَّجْوٰی مِنَ الشَّیْطٰنِ لِیَحْزُنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیْسَ بِضَآرِّهِمْ شَیْـًٔا اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
بېشكه (د بدۍ) پټې خبرې له شيطانه دي تر څو هغه كسان خپه كړي چې ايمان يې راوړئ او (حال دا چې) هغه د الله له حكمه پرته هغوى ته هيڅ تاوان نشي رسولى او مومنان دې په همغه الله بروسه وكړي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوْا فِی الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوْا یَفْسَحِ اللّٰهُ لَكُمْ ۚ— وَاِذَا قِیْلَ انْشُزُوْا فَانْشُزُوْا یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ۙ— وَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي ته وويل شي چې مجلسونو كې ځاى پراخه كړئ نو پراخه يې كړئ چې الله پراخوالی دركړي. او چې درته وويل شي: چې پاڅېږئ نو پاڅئ. الله په تاسي كې د هغو كسانو درجې اوچتوي چې ايمان يې راوړى او چا ته چې علم وركړل شوى، او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسي يې كوئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مجادله
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ شمېره
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

تړل