Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: न्नमल   श्लोक:
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْۤا اٰلَ لُوْطٍ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟
د قوم ځواب يې پرته له دې بل نه و چې ویل يي لوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ! ځکه چې خپل ځانونه ډير پاکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— قَدَّرْنٰهَا مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
نو مونږ هغه او کورنۍ ته نجات ورکړ خو یوازې د هغه ښځه وه چې مونږ به بیرته پاتې کیدونکو کې ټاکلې وه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟۠
او پر هغوی مو ورښت ووراوو. د ډارول شوو خلکو ورښت خورا ډیر بد وو.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ وَسَلٰمٌ عَلٰی عِبَادِهِ الَّذِیْنَ اصْطَفٰی ؕ— ءٰٓاللّٰهُ خَیْرٌ اَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه ټولې ستاینې د یو الله دي. او پر هغو بندګانو يي سلام دی چې هغه غوره کړي دي. ایا الله غوره دی او ک هغه چې هغوی يي له الله سره شریک نیسي؟
अरबी व्याख्याहरू:
اَمَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ حَدَآىِٕقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ ۚ— مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُنْۢبِتُوْا شَجَرَهَا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَّعْدِلُوْنَ ۟ؕ
څوک دی هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړې؟ له بره نه يې ستاسې لپاره اوبه راښکته کړي؟ مونږ په همدغو اوبو ښایسته باغونه را زرغون کړي. چې د یوې ونې رازرغونول يې هم ستاسې په توان نه و. او له الله سره بل خدای شته؟ نه: بلکې هغوی له روغې لارې کاږه روان دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمَّنْ جَعَلَ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّجَعَلَ خِلٰلَهَاۤ اَنْهٰرًا وَّجَعَلَ لَهَا رَوَاسِیَ وَجَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حَاجِزًا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؕ
څوک دی هغه ذات چې ځمکه يې ارام ځای وګرځوله؟ سیندونه يې پکې وبیول؟ د غرونو میخونه يې پکې ټک وهل؟ او د دوه سیندونو په مینځ کې يې پرده راوسته؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ بلکې د هغوی ډیر خلک ناپوهان دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمَّنْ یُّجِیْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَیَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَیَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او څوک دی هغه ذات چې د اړمن سوال مني؟ کړاو لرې کوي؟ او تاسې د ځمکې خلیفه ګان ګرځوي؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ تاسې ډیر لږ پند اخلئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمَّنْ یَّهْدِیْكُمْ فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ یُّرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— تَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟ؕ
څوک دی هغه ذات چې د وچې او سمندر په تیارو کې تاسې ته لار ښايې؟ او څوک دی چې له خپل رحمت نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه لیږي؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ الله له هغه څه نه ډیر لوړ دی چې هغوی يې ورسره شریکوي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: न्नमल
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्