Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: न्नूर   श्लोक:

نور

سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَفَرَضْنٰهَا وَاَنْزَلْنَا فِیْهَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
دا یو سورت دی چې مونږ نازل کړی او مونږ فرض کړی او په هغه کې مو څرګند ایتونه نازل کړي ښايې تاسې پند واخلئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلزَّانِیَةُ وَالزَّانِیْ فَاجْلِدُوْا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۪— وَّلَا تَاْخُذْكُمْ بِهِمَا رَاْفَةٌ فِیْ دِیْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ۚ— وَلْیَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآىِٕفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
زنا یې ښخه او زنا يې سړی هر یو په سلو درو ووهئ او باید د الله د حکم د تطبیق په برخه کې پر هغوی زړه ونه سوزوئ که تاسې په الله او د قیامت په ورځ پوخ باور لرئ. او د مسلمانانو یوه ډله باید د عذاب ورکولو ځای ته حاضره شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلزَّانِیْ لَا یَنْكِحُ اِلَّا زَانِیَةً اَوْ مُشْرِكَةً ؗ— وَّالزَّانِیَةُ لَا یَنْكِحُهَاۤ اِلَّا زَانٍ اَوْ مُشْرِكٌ ۚ— وَحُرِّمَ ذٰلِكَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
زنا يې سړی یوازې زنايې ښځه او یا مشرکه ښځه په نکاح اخلي. او زنا يې ښځه هم یوازې زنايې سړی او یا مشرک سړی په نکاح اخلي دا کار پر مؤمنانو حرام کړای شوی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَاْتُوْا بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَاجْلِدُوْهُمْ ثَمٰنِیْنَ جَلْدَةً وَّلَا تَقْبَلُوْا لَهُمْ شَهَادَةً اَبَدًا ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې په پاک لمنو ښځو تور ولګوي بیا څلور شاهدان رانه ولي نو اتیا درې يې ووهئ او هیڅکله يې شهادت ونه منئ. او همدوی فاسقان دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْا ۚ— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
خو که څوک له دې وروسته توبه وباسي او ځانونه اصلاح کړي نو الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ اَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ شُهَدَآءُ اِلَّاۤ اَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ اَحَدِهِمْ اَرْبَعُ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
او کوم کسان چې پر خپلو میرمنو تور لګوي او پرته له ځان څخه بل شاهد ورسره نه وي نو څلور ځل به د الله په نوم قسم اخلي چې: بې له شکه دی رښتیا ویونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالْخَامِسَةُ اَنَّ لَعْنَتَ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كَانَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
او پنځم ځل به وايې چې د الله لعنت دې پرې وي که دی درواغ ویونکي وي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَدْرَؤُا عَنْهَا الْعَذَابَ اَنْ تَشْهَدَ اَرْبَعَ شَهٰدٰتٍۢ بِاللّٰهِ ۙ— اِنَّهٗ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۙ
او ښځه په دې توګه له عذاب نه بچ کیدای شي چې څلور ځل د الله په نوم قسم واخلي چې: خاوند يې درواغ ویونکي دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالْخَامِسَةَ اَنَّ غَضَبَ اللّٰهِ عَلَیْهَاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
او په پینځم ځل به وايي چې د الله قهر دی پر هغې وي که میړه يې رښتیني وي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ حَكِیْمٌ ۟۠
که د الله فضل او مهرباني پر تاسې نه وای، او که دا خبره نه وای چې الله ښه توبه منونکی او د لوی حکمت څښتن دی( نو له ناشونو سره به مخ شوي وای).
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: न्नूर
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्