Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: अंबिया   श्लोक:
لَا یَسْمَعُوْنَ حَسِیْسَهَا ۚ— وَهُمْ فِیْ مَا اشْتَهَتْ اَنْفُسُهُمْ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
د دوزخ کښهار به نه اوري.او په هغه څه کې به تل تر تله وي چې د دوی زړونه یې هیله من دي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَكْبَرُ وَتَتَلَقّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— هٰذَا یَوْمُكُمُ الَّذِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
لویه وارخطایې به یې هیڅ غمژن نکړي. او ملایکې به په مخامخ کیدلو ورته وایې:دا مو همغه ورځ ده چې وعده یي ورسره کیده.
अरबी व्याख्याहरू:
یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ كَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ؕ— كَمَا بَدَاْنَاۤ اَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِیْدُهٗ ؕ— وَعْدًا عَلَیْنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
هغه ورځ را یاد کړه چې:مونږ اسمان داسې راونغاړولکه لیکنه چې د دفتر په مینځ کې راونغښتل شي.او لکه څرنګه چې لومړی ځل مو پیدایښت کړی وو همغه شان به یې بیاوکړو.دا زمونږ وعده ده.او مونږ یې پوره کوونکي یو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصّٰلِحُوْنَ ۟
او مونږ په زبور کې له پند ورکولو وروسته لیکلي دي چې: [۱۵] (الف)ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوزي.
[۱۵] ـ الف:سعید بن جبیر او مجاهد وايې(ربور)د آسماني کتاب په معنا او(ذکر)د لوح محفوظ په معنا دی یعني په لوح محفوظ او ټولو آسماني کتابو کې لیکنه شوې چې ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوځي.(ابن جریر الطبری).
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ فِیْ هٰذَا لَبَلٰغًا لِّقَوْمٍ عٰبِدِیْنَ ۟ؕ
بې له شکه چې په دې خبره کې د عبادت کوونکو خلکو لپاره یو لوی پيغام دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
او ای محمده!ته مو د ګردو نړیوالو لپاره رحمت لیږلی یي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اِنَّمَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
او ووایه چې:ماته وحې کیږي چې:ستاسې معبود ایکې یو الله دی.نو ایا تاسې منونکي یاست؟
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ اٰذَنْتُكُمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— وَاِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ اَمْ بَعِیْدٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ ۟
نو که مخ یي واړاو ورته ووایه چې ما خپله خبره پوره تاسې ته ورسوله.زه نه پوهیږم چې هغه څه نژدي دي که لرې چې له تاسې سره یې وعده کولای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَیَعْلَمُ مَا تَكْتُمُوْنَ ۟
الله پاک په ټولو هغو خبرو پوهیږي چې په زوره ویل کیږي او په هغو هم پوهیږي چې تاسې یې په پټه کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنْ اَدْرِیْ لَعَلَّهٗ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
او زه نه پوهیږم(چې ولي مو عذاب وروسته کیږي؟)کیدای شي چې دا ستاسې یو ازمیښت وي.او یا تر یوه ټاکلې وخت پورې ګټه وي.
अरबी व्याख्याहरू:
قٰلَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— وَرَبُّنَا الرَّحْمٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟۠
بالاخره پیغمبر وویل:ای زما ربه!په حقه پریکړه وکړه.او زما رب دیر مهربان او د هغه څه په هکله چې تاسې یي بیانوئ یوازې له هغه نه کومک غوښتل کیدای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: अंबिया
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्