Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: हूद   श्लोक:
اِنْ نَّقُوْلُ اِلَّا اعْتَرٰىكَ بَعْضُ اٰلِهَتِنَا بِسُوْٓءٍ ؕ— قَالَ اِنِّیْۤ اُشْهِدُ اللّٰهَ وَاشْهَدُوْۤا اَنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
ستا په هکله زمونږ خبره دا ده چې زمونږ ځینو خدایانو تاته بدي رسولې ده. هود ځواب ورکړ چې زه الله شاهد نیسم او تاسې هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسې د ټولو شرکي کړنو څخه بې زاره یم.
अरबी व्याख्याहरू:
مِنْ دُوْنِهٖ فَكِیْدُوْنِیْ جَمِیْعًا ثُمَّ لَا تُنْظِرُوْنِ ۟
پرته له الله مو نیولي ټول خدیان زما پر خلاف یو موټی راپورته او پر ما ایله مه کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنِّیْ تَوَكَّلْتُ عَلَی اللّٰهِ رَبِّیْ وَرَبِّكُمْ ؕ— مَا مِنْ دَآبَّةٍ اِلَّا هُوَ اٰخِذٌ بِنَاصِیَتِهَا ؕ— اِنَّ رَبِّیْ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ما پر هغه الله توکل کړی دی چې زما او ستاسو ټولو رب دی. هیڅ ژوی نشته مګر واکمني يې له هغه سره ده. بې له شکه چې زما رب په سمه او برابره لار دی.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖۤ اِلَیْكُمْ ؕ— وَیَسْتَخْلِفُ رَبِّیْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ۚ— وَلَا تَضُرُّوْنَهٗ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ رَبِّیْ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ ۟
نو که تاسې مخ اړوئ پر مايې باک نشته ځکه چې ما هغه څه تاسې ته پوره رسولي دي چې زه پرې ګومارل شوی وم. او زما رب به ستاسې پر ځای نور خلک وټاکي او تاسې د هغه هیڅ نشئ کمولای. ځکه چې زما رب د هر شي ښه څارونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا هُوْدًا وَّالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا ۚ— وَنَجَّیْنٰهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟
او کله چې زمونږ حکم راغی نو هود او د هغه مومن ملګري مو په خپل رحمت سره خلاص او له سخت عذاب نه مو وژغورل.
अरबी व्याख्याहरू:
وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهٗ وَاتَّبَعُوْۤا اَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ ۟
هو! دا همغه عادیان وو چې د خپل رب له ایتونو څخه منکر د هغه له استاذو نه سرغړوونکي او د هر سرکښه متکبر پیروي يې کړې وه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاُتْبِعُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً وَّیَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ عَادًا كَفَرُوْا رَبَّهُمْ ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُوْدٍ ۟۠
نو په دنیا کې لعنتیان او د قیامت په ورځ به هم لعنتیان وي. خبر شئ چې : عادیان په خپل رب کافران شوي وو. او خبر شئ چې د هود قوم عادیان له رحمت نه خورا ډیر بې برخې شول.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— هُوَ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِیْهَا فَاسْتَغْفِرُوْهُ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ قَرِیْبٌ مُّجِیْبٌ ۟
او مونږ د ثمودیانو په لور د هغوی ورور صالح ورولیږه. صالح وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته ستاسې بل هیڅ معبود نشته. همغه تاسې له ځمکې نه پیدا کړي او د هغې د ابادولو دنده ئې درکړې نو باید له هغه نه بښنه وغواړئ او په بشپړ ډول ور وګرځیږئ. بې شکه چې زما رب خورا نژدې او زارۍ ښې مني.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالُوْا یٰصٰلِحُ قَدْ كُنْتَ فِیْنَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هٰذَاۤ اَتَنْهٰىنَاۤ اَنْ نَّعْبُدَ مَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا وَاِنَّنَا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ ۟
هغوی وویل: صالحه! له دې نه وړاندې مو تا ته ډیر امیدونه وو ایا ته مونږ د هغو څیزونو له عبادت نه منع کوې چې زمونږ پلرونو يې عبادت کاوه د کوم څه په لور چې ته مونږ بلې د هغه په هکله له مونږ سره ډیر زیات تشویش او خورا په ترددکې يې اچولي یو.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: हूद
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्