Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । * - अनुवादहरूको सूची

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

अर्थको अनुवाद सूरः: फुर्कान   श्लोक:
اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّزَفِیْرًا ۟
كله چې د لرې ځايه يې وويني نو خوټېدل او غورېدل به يې واوري.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًا ۟ؕ
او كله چې هغه په كوم تنـګ ځاى كې تړل شوی وغورځول شي نو بيا به (خپل) مرګ غواړي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا ۟
ورته وبه ويل شي: نن يو مرګ مه غواړئ ډېر مرګونه وغواړئ.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّمَصِیْرًا ۟
ورته ووايه: آیا دا ښه ده كه تلپاتې جنت چې له پرهېزګارو سره يې ژمنه شوې؟ چې د هغوى بدله او هستوګنځى به وي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ ؕ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا ۟
هلته به د هغوى لپاره هغه څه وي چې غواړي يې، تل ترتله اوسېدونكي، دا ستا پر رب يوه غوښتل كېدونكې ژمنه ده.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ
او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟
अरबी व्याख्याहरू:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ ۚ— وَكَانُوْا قَوْمًا بُوْرًا ۟
هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، موږ ته نه ښايي چې له تا پرته بل څوك دوستان ونيسو، خو تا هغوى او د هغوى پلرونو ته تر هغه پورې د ژوند وسايل وركړل چې درس يې هېر كړ او دا خلك وو تباه كېدونكي.
अरबी व्याख्याहरू:
فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ ۙ— فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّلَا نَصْرًا ۚ— وَمَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا ۟
نو (دا دى) تاسي خو يې درواغجن وګڼلئ په هغه خبره كې چې كوئ يې نو (اوس) نه د عذاب ګرځولو وس لرئ او نه (يو او بل سره) د مرستې، او هر څوك چې له تاسي څخه ظلم وكړي، موږ به هغه ته لوى عذاب وروڅكو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠
او له تا مخكې مو هم (څه بل شان) رسولان نه وو لېږلي پرته له داسې كسانو چې هغوى به خواړه خوړل او په بازارو كې به ګرځېدل، او تاسي مو د يو او بل لپاره ازمايښت ګرځولي ياست، (نو) آيا تاسې صبر كوئ؟ او ستا رب خو ښه ليدونكى دى.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: फुर्कान
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । - अनुवादहरूको सूची

यसलाई रुव्वाद अनुवाद केन्द्रको टोलीले रब्वा दावाह संघ र इस्लामी सामग्री सेवा संघको सहयोगमा अनुवाद गरिएको छ।

बन्द गर्नुस्