Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । * - अनुवादहरूको सूची

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

अर्थको अनुवाद सूरः: बकरः   श्लोक:
اَلَّذِیْنَ یَاْكُلُوْنَ الرِّبٰوا لَا یَقُوْمُوْنَ اِلَّا كَمَا یَقُوْمُ الَّذِیْ یَتَخَبَّطُهُ الشَّیْطٰنُ مِنَ الْمَسِّ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْۤا اِنَّمَا الْبَیْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا ۘ— وَاَحَلَّ اللّٰهُ الْبَیْعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا ؕ— فَمَنْ جَآءَهٗ مَوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ فَانْتَهٰی فَلَهٗ مَا سَلَفَ ؕ— وَاَمْرُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.
अरबी व्याख्याहरू:
یَمْحَقُ اللّٰهُ الرِّبٰوا وَیُرْبِی الصَّدَقٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ اَثِیْمٍ ۟
الله سود له مينځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي او الله هېڅ نا شكره بدعمله انسان نه خوښوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ لَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او لمونځ وکړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بېشكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او غم نشته.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَذَرُوْا مَا بَقِیَ مِنَ الرِّبٰۤوا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
اى مؤمنانو! له الله څخه وډار شئ او له سود څخه چې څه پاتې وي هغه پرېږدئ كه چېرې (رښتيني) مؤمنان یاست.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا فَاْذَنُوْا بِحَرْبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ۚ— وَاِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوْسُ اَمْوَالِكُمْ ۚ— لَا تَظْلِمُوْنَ وَلَا تُظْلَمُوْنَ ۟
خو كه تاسي داسې ونه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى، كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ) نو تاسي د خپلې پانګې اخېستلو حقدار ياست، مه تاسي تيرى كوئ او نه به پر تاسي تيرى وشي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنْ كَانَ ذُوْ عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ اِلٰی مَیْسَرَةٍ ؕ— وَاَنْ تَصَدَّقُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
كه (ستاسي پوروړى) تنګلاسى و نو تر لاس چلېدو پورې مهلت وركړئ او كه خيرات وكړئ نو دا تاسي لپاره ډېره ښه ده، كه پوهېږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَی اللّٰهِ ۫— ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟۠
او له هغې ورځې څخه ځان وژغورئ، چې د الله لوري ته ورستنېږئ، هلته به هر چا ته د هغه د كړې نيكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړل شي او پر هېچا به هېڅكله هم تيرى ونشي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: बकरः
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । - अनुवादहरूको सूची

यसलाई रुव्वाद अनुवाद केन्द्रको टोलीले रब्वा दावाह संघ र इस्लामी सामग्री सेवा संघको सहयोगमा अनुवाद गरिएको छ।

बन्द गर्नुस्