Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മാഇദ   ആയത്ത്:
وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْكِتٰبِ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاَدْخَلْنٰهُمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
5-65 او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ ؕ— مِنْهُمْ اُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
5-66 او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (،نو) دوى به خامخا خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځلارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
5-67 اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ حَتّٰی تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۚ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
5-68 ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه (تعليمات) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا به هغه (كتاب)، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر يقينًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـُٔوْنَ وَالنَّصٰرٰی مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
5-69 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان او نصرانیان دي، هر چا چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا ؕ— كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ ۙ— فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَفَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَ ۟ۗ
5-70 خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (،نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മാഇദ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

അബൂ സകരിയ്യാ അബ്ദുസ്സലാം അതു വിവർത്തനം ചെയ്തു.

അടക്കുക