Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ   ആയത്ത്:
وَمَا یَسْتَوِی الْبَحْرٰنِ ۖۗ— هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَآىِٕغٌ شَرَابُهٗ وَهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ؕ— وَمِنْ كُلٍّ تَاْكُلُوْنَ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْنَ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ فِیْهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
35-12 او هغه دواړه بحرونه(سیندونه) سره نه برابرېږي دا یو خوږ دى، ډېر خوږ، (تنده ماتوونكى) دى، د ده اوبه په اسانۍ سره تېرېدونكې دي او دا (بل) تریو(او) سخت تریخ دى، او تاسو له هر یو ځنې تازه غوښې خورئ اوتاسو هغه زیوارت راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دغه (سمندر) كې كشتۍ وینې، په داسې حال كې چې (اوبو لره) څیرونكې روانې وي، د دې لپاره چې تاسو د هغه (الله) له فضله ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ۙ— وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مَا یَمْلِكُوْنَ مِنْ قِطْمِیْرٍ ۟ؕ
35-13 دغه (الله) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه په كار اچولي دي لمر اوسپوږمۍ، هر یو تر مقررې نېټې پورې روان دى، دغه الله ستاسو رب دى، خاص د ده لپاره بادشاهي ده او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ تَدْعُوْهُمْ لَا یَسْمَعُوْا دُعَآءَكُمْ ۚ— وَلَوْ سَمِعُوْا مَا اسْتَجَابُوْا لَكُمْ ؕ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُوْنَ بِشِرْكِكُمْ ؕ— وَلَا یُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِیْرٍ ۟۠
35-14 كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَاللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
35-15 اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
35-16 كه هغه اراده وكړي (نو) تاسو به ختم كړي او نور نوى مخلوق به راولي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
35-17 او دغه الله ته هېڅ ګران (او مشكل نه دي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَاِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ اِلٰی حِمْلِهَا لَا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَّلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ؕ— اِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَمَنْ تَزَكّٰی فَاِنَّمَا یَتَزَكّٰی لِنَفْسِهٖ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
35-18 او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي او كه دروند بارى خپل بار ته (بل څوك) راوبولي (، نو) له هغه نه به هېڅ شى وانه خستى شي اګر كه د خپلوۍ والا هم وي، بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه كسان وېروې چې له خپل رب نه په غیبو سره خشیت (او وېره) كوي او لمونځ قايموي او هغه څوك چې پاكي حاصلوي، نو همدا خبره ده چې هغه د ځان (د فايدې) لپاره پاكي حاصلوي اوخاص الله ته بېرته ورتله دي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

അബൂ സകരിയ്യാ അബ്ദുസ്സലാം അതു വിവർത്തനം ചെയ്തു.

അടക്കുക