Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
قَالَ مَا مَنَعَكَ اَلَّا تَسْجُدَ اِذْ اَمَرْتُكَ ؕ— قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ۚ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟
الله پاک وفرمایل: ابلیسه! څه شي منع کړې چې سجده دې ونه کړه سره له دی چې ما درته امر کړی وو؟ ابلیس وویل: زه له ادم نه غوره یم ځکه چې زه تاله اور نه پیدا کړی یم او هغه دې له خټې نه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا یَكُوْنُ لَكَ اَنْ تَتَكَبَّرَ فِیْهَا فَاخْرُجْ اِنَّكَ مِنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟
الله پاک وفرمایل: له دې ځای نه ښکته شه ته حق نه لرې چې دلته لویې وکړې ووځه بې له شکه ته له سپکو خلکو څخه یې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: تر هغې ورځې چې دوی بیرته راژوندي کیږي ما ته مهلت راکړه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ اِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟
الله وفرمایل: تا ته مهلت دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ فَبِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۙ
ابلیس وویل له دې کبله چې زه دې بې لارې کړی یم نو زه به هرو مرو انسانانو ته ستا په روغه لار کې کینم.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِّنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ اَیْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَآىِٕلِهِمْ ؕ— وَلَا تَجِدُ اَكْثَرَهُمْ شٰكِرِیْنَ ۟
او بیا به هغوی ته مخامخ د څټ له لورې، له ښې اړخه، او له کیڼ اړخ څخه راشم ـ نو ته به اکثریت شکر کوونکي ونه مومې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُوْمًا مَّدْحُوْرًا ؕ— لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
الله وفرمایل: په غمونو ډک او رټل شوی له دې ځایه ووځه. او هر څوک چې ستا پر پله ولاړ ټولو به جهنم ډک کړم.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَیٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَیْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او ای ادمه! ته او ښځه دې په جنت کې اوسئ هر چیرې مو چې خوښه وي خوراک ترې کوئ. خو یواز دغې یوې ونې ته به نه نژدې کیږئ او که ورنژدی شوئ نو تاسې به له تیري کوونکو یاست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطٰنُ لِیُبْدِیَ لَهُمَا مَا وٗرِیَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَیْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِیْنَ ۟
شیطان دواړه په وسوسه کې واچول تر څو یې هغه شرم ځایونه ښکاره کړي چې له هغوی نه پټ شوي وو نو ورته یې وویل: ستاسېې رب چې تاسې له دې ونې نه منعه کړي یئ ددې باعث پرته له دې بل څه نه دی چې چیرې تاسې پرښتې نه شئ یا تل پاتې ژوند در په برخه نشې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَاسَمَهُمَاۤ اِنِّیْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟ۙ
او قسم یې ورته وکړ چې زه ستاسې رښتینی خیر غوښتونکی یم
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ ۚ— فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؕ— وَنَادٰىهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّكُمَاۤ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
په چل او دوکه یې له هغه ځایه راښکته کړل نو چې ادم او حواء د ونې خوند وڅاکه، د شرم ځایونه یې بربنډ او هڅه یې وکړه چې د جنت د ونو پاڼې پرې لاندې باندې ونښلوي الله پرې غږ وکړ چې ایا ما تاسې له دې ونې منع کړي نه واست؟ او تاسې ته مې نه وو ویلي چې شیطان ستاسې ډانګ پیلې دښمن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക