Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹദീദ്   ആയത്ത്:

حدید

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
هغو ټولو شیانو چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د یو الله پاک بیان کړې.او الله پر هر څه رلاسی او د حکمت څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د هغه ده.ژوند او مرګ بښي.او پر هر شي توانا او پياوړی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هُوَ الْاَوَّلُ وَالْاٰخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۚ— وَهُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
لومړی دی او وروستی هم ښکاره دی او پټ هم او پر هر شي ښه عالم دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ مَعَكُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پيدا او بیا یې پر عرش استواء وکړه.هغه څه ورته ټول معلوم دي چې په ځمکه کې ننووځي.او ترې راووځي.او هغه چې له اسمان نه راښکته کیږي.او د هغه په لور ورخیژي.هغه له تاسې سره دی تاسې چې هر چیرته واست.او الله ستاسې د کړنو ښه لیدونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د هغه ده. او ټولې چارې یوازې د هغه په لور ورګرځول کیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ؕ— وَهُوَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
هغه شپه او ورځ او ورځ په شپه کې ننه باسي. او ان د زړونو په پټو رازونو ښه پوه دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِیْنَ فِیْهِ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَاَنْفَقُوْا لَهُمْ اَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
ای خلکو!په الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ،او هغه مالونه چې تاسې یې له نورو نه وروسته پکې واکمن ګرځولي یي د الله په لار کې مصرف کړئ.نو ستاسې د هغو کسانو لپاره چې ایمان یي راوړی.او د الله په لار کې یي مال لګولی لوی اجر دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ۚ— وَالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ لِتُؤْمِنُوْا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ اَخَذَ مِیْثَاقَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او تاسې به ولې په یو الله ایمان نه راوړئ؟په داسې حال کې چې د هغه رسول تاسو ته په خپل رب د ایمان راوړلو بلنه در کوي او الله له تاسې وعده هم اخیستي نو که ایمان راوړونکي یي (نورا یې وړئ).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
الله هغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم ښکاره دلایل نازلوي تر څو تاسې له تیارونه رڼا ته وباسي. او بې شکه چې الله پاک پر تاسې ډیر مهربان او د ډير رحم څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا یَسْتَوِیْ مِنْكُمْ مَّنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقٰتَلَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِیْنَ اَنْفَقُوْا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوْاؕ— وَكُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠
او پر تاسې څه دي چې د الله په لار کې مال نه لګوئ؟اسمانونه او ځمکه یوازې هغه ته پاتې دي.ستاسې هغه خلک چې د مکې له فتحې یې وړاندې مال لګولی او جنګیدلي دي او هغه سره یو انډول نه دي چې وروسته يې مال لګولی او جنګیدلي دي.د همدغو خلکو درجه له هغو نه خورا لوړه ده چې له فتحي نه وروسته یې مال لګولی او جنګیدلي دي. الله پاک له هرې ډلې سره نیکه وعده کړې.او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗ وَلَهٗۤ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
څوک دی چې الله ته نیک پور ورکړې؟ نو الله به یې ورته څو چنده کړي او د هغه لپاره عزتمن اجر دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ یَسْعٰی نُوْرُهُمْ بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ بُشْرٰىكُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۚ
په هغه ورځ به ووینې چې دمؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو په وړاندې او ښي اړخونو کې رڼا ځغلي او ورته به وویل شي:چې زیری مو په هغو باغونو چې لاندې له ونو او ماڼیو یې ویالې بهیږي.د تل لپاره به پکې واست.او همدا خورا لوی بری دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ ۚ— قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا ؕ— فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ ؕ— بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ۟ؕ
هغه ورځ به منافقان سړي او منافقې ښځې مؤمنانو ته ووايې: لږ مونږ ته انتظار وکړئ چې ستاسې له رڼا نه ګټه واخلو.ورته به وویل شي مخ په شا لاړ شئ.او هلته رڼا ولټوئ.نو په مینځ کې به یې یو دیوال حایل شي له دروازې دننه به یې رحمت او بیرون یې عذاب وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یُنَادُوْنَهُمْ اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ اَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْاَمَانِیُّ حَتّٰی جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ وَغَرَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
هغوی به مؤمنانو ته ناري کړي چې:ایا مونږ له تاسې سره نه وو؟ مؤمنان به ووايي هو! واست خو په خپله مو ځانونه په فتنه کې اچولي او د مؤمنانو د بدې ورځې څارنه مو کوله.د اسلام د حقانیت په هکله شکمن،او بې ځایه هیلو غولولي او ان د الله د حکم تر راتګ لوی غولوونکي په الله غولولي واست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَالْیَوْمَ لَا یُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْیَةٌ وَّلَا مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— مَاْوٰىكُمُ النَّارُ ؕ— هِیَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
نو نن به له تاسې او نه له کافرانو څخه بدل اخیستل شي.(چې له عذاب نه پرې خلاص شئ)ورتګ مو اور ته دی.او هغه ستاسې وړ او د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ۙ— وَلَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
ایا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی رارسیدلی چې د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ور کړ شوی وو.خو چې اوږد وخت پرې تیر شو نو زړونه یې کلک.او ډیر له دوی څخه فاسقان دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ای خلکو!پوه شئ چې الله پاک ځمکه وروسته له مرګه ژوندۍ کوي.مونږ څرګند دلیلونه درته په ګوته کړي ښایې چې له عقل نه کار واخلئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَالْمُصَّدِّقٰتِ وَاَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
بې شکه هغو خیرات ورکوونکو نرو او ښځو ته به دوه چنده بدله ورکړای شي چې الله ته یې نیک قرض ورکړی.او د هغو لپاره عزتمن اجر دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصِّدِّیْقُوْنَ ۖۗ— وَالشُّهَدَآءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— لَهُمْ اَجْرُهُمْ وَنُوْرُهُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟۠
او چا چې پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړی دی نو همدوی رښتیني دي او هغو کسانو ته چې د خپل رب په لار کې شهیدان شوي ښه اجر او رڼا ده.او هغه کسان چې کافران شوي او زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي دي د اور ملګري دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ وَّزِیْنَةٌ وَّتَفَاخُرٌ بَیْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِی الْاَمْوَالِ وَالْاَوْلَادِ ؕ— كَمَثَلِ غَیْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَكُوْنُ حُطَامًا ؕ— وَفِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۙ— وَّمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٌ ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ ۟
پوه شئ چې د دنیا ژوند یوه لوبه،ساعت تیري،ظاهري سینګار،ستاسې په مینځونو کې یو پر بل ویاړ او په مالونو او اولادونو کې یو پر بل د مخکې کیدلو هڅه ده اوبس. دا ژوند باران ته ورته دی چې زرغونه ځمکه یې د بزګر زړه خوښي ته بیا یې بله ورځ زرغون تبا وچه او ګورې یې چې زیړه شوې او بالاخره تار په تار خواره وارخ بوس وي.او په اخرت کې یا سخت عذاب دی.او یا د الله له لورې بښنه او خوښي.او د دنیا ژوند پرته له غولونې او تیرویستنې بل څه نه دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
سَابِقُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ۙ— اُعِدَّتْ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ؕ— ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
د خپل رب بښنې او هغه جنت ته یو له بل نه وړاندې شئ چې ارتوالی یې د اسمان او ځمکې دارت والې په اندازه دی یوازې هغو کسانو ته تیار شوی چې پر الله او د هغه په رسولانو یې ایمان راوړی وي هو!دا د الله مهرباني ده چاته یې چې خوښه ور کوي یې.او الله ډیر لویې مهربانۍ څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّبْرَاَهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟ۙ
هیڅ مصیبت نشته چې په ځمکه یا ستاسې پر نفسونو راپریوځې چې هغه له پیدایښت نه وړاندې په لوح محفوظ کې مونږ نه وي لیکلی.بې شکه چې دا کار الله ته ډير اسان دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لِّكَیْلَا تَاْسَوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوْا بِمَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرِ ۟ۙ
او لیکنه مو ځکه کړې چې تر څو تاسو پر هغه څه خفه نشئ چې لاس ته درنه غلل او د لیونتوب خوښي په هغه ونه کړئ چې الله درته کړي دي.الله پاک هیڅ متکبر فخر کوونکی نه خوښوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
هغوی چې په خپله بخیل او نورو خلکو ته هم په نه ورکولو توصیه کوي.او څوک چې د الله له دین نه مخ واړوي نو پوه دې شي چې الله پاک بې پروا ستایلی شوی ذات دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَیِّنٰتِ وَاَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتٰبَ وَالْمِیْزَانَ لِیَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۚ— وَاَنْزَلْنَا الْحَدِیْدَ فِیْهِ بَاْسٌ شَدِیْدٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ وَرُسُلَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟۠
په تحقیق چې مونږ خپل استازي له پخو دلایلو سره لیږلي وو.او کتاب او تله مو هم ورسره نازله کړې وه تر څو خلک په انصاف ولاړوي.او هم مو اوسپنه پیداکړې ده په هغي سره زور ور جنګ کیدای شي.او خلکو ته پکې ډیرې ګټې دي تر څو الله په ډاګه کړي چې هرڅوک د الله له لیدلو پرته د هغه او د هغه د رسولانو ملاتړ کوي؟بې شکه چې الله ډیر قوی او په هر څه برلاسی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا وَّاِبْرٰهِیْمَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ فَمِنْهُمْ مُّهْتَدٍ ۚ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
مونږ نوح او ابراهیم دواړه لیږلي وو.او د هغوی په ځوځات کې مو نبوت او کتاب ایښی وو.خو ځينې اولادې یې هدایت غوره کړ او یدرې یې فاسقان شول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ثُمَّ قَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّیْنَا بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ ۙ۬— وَجَعَلْنَا فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ رَاْفَةً وَّرَحْمَةً ؕ— وَرَهْبَانِیَّةَ ١بْتَدَعُوْهَا مَا كَتَبْنٰهَا عَلَیْهِمْ اِلَّا ابْتِغَآءَ رِضْوَانِ اللّٰهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَایَتِهَا ۚ— فَاٰتَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْهُمْ اَجْرَهُمْ ۚ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
بیا مو له هغوی وروسته په مسلسل ډول پیغمبران ولیږل،او د هغو ټولو نه وروسته مو د مریمې ځوی عیسی ولیږه او انجیل مو ورکړ.او د هغو کسانو په زړونو کې مو نرمي او خوا خوږي ورواچوله چې د عیسی مننه یې کړې وه.اور هبانیت یې له ځانه جوړ کړی زمونږ پرې د الله د خوښۍ له لټولو نه پرته بل څه نه وو لازم کړي.خو هغوی زمونږ د فرضو څیزونو پوره مراعات ونه کړ.نو د هغوی مؤمنو کسانو ته مو پوره اجر ورکړ.خو زیات یي فاسقان وو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَاٰمِنُوْا بِرَسُوْلِهٖ یُؤْتِكُمْ كِفْلَیْنِ مِنْ رَّحْمَتِهٖ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ نُوْرًا تَمْشُوْنَ بِهٖ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
ای د پخوانیو دینونو منونکو!له الله نه وډار شئ او د هغه په رسول محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړئ الله پاک به تاسې ته خپل دوه چنده رحمت درکړي.او تاسې ته به پوره رڼا در کړي چې پرې به خئ. او بښنه به درته وکړي او الله ډیر بښونکی او مهربان دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لِّئَلَّا یَعْلَمَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَلَّا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاَنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟۠
دا اجر ځکه در کوم چې اهل کتاب پوه شي چې دوی د الله د فضل برخه من نه دي او هم باید پوه شي چې فضل د الله په لاس کې دی.چاته یې چې خوښه شي ور کوي یې.او الله پاک د لوی فضل څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹദീദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക