Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്   ആയത്ത്:
لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍ بَیْنَ النَّاسِ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
د هغوی په ډیرو پټو خبرو کې هیڅ خیر نشته خو یوازې د هغه چا په پټو خبرو کې شته چې په خیرات، نیکۍ او د خلکو په مینځ کې په روغه راوستلو امر کوي او هرڅوک چې دا وړ کارونه د الله د خوښې د ترلاسه کولو لپاره وکړي نو مونږ به ډیر ژر لوی اجر ورکړو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الْهُدٰی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰی وَنُصْلِهٖ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟۠
او هرڅوک چې د رسول مخالفت ته وروسته له هغه ملا وتړي چې لاره ورته ښکاره شي او د مسلمانانو له لارې پرته په بله لاره ولاړ شي نو مونږ به یې په همغه لور وګرځوو چې دی ورته ګرځیدلی او جهنم ته به یې ننه باسو، هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
الله پاک هر ګز دا نه بښې چې شریک ورسره ونیول شي او پرته له شرکه چاته یې چې خوښه شي هر څه بښي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي نو په واقعیت کې یې ډیره زیاته لاره ورکه کړه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنْ یَّدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اِنٰثًا ۚ— وَاِنْ یَّدْعُوْنَ اِلَّا شَیْطٰنًا مَّرِیْدًا ۟ۙ
هغوی له الله څخه پرته دښځو په نوم نومول شوو بوتانو، او د سرکښ او باغي شیطان عبادت کوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَّعَنَهُ اللّٰهُ ۘ— وَقَالَ لَاَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟ۙ
الله پاک شیطان په لعنت کړی دی او شیطان ویلي دي چې خدایه! زه به خامخا ستا د بنده ګانو نه یوه ټاکلې برخه اخلم.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَّلَاُضِلَّنَّهُمْ وَلَاُمَنِّیَنَّهُمْ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُبَتِّكُنَّ اٰذَانَ الْاَنْعَامِ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُغَیِّرُنَّ خَلْقَ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّخِذِ الشَّیْطٰنَ وَلِیًّا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِیْنًا ۟ؕ
او زه به یې هرو، مرو بې لارې کړم، زه به خامخا هغوی ته هیلې ورکړم او زه ه ورته امر وکړم نو هغوی به د څارویو غوږونه پرې کړي، او زه به ورته امر وکړم نو هغوی به د الله پیدایښت بدل کړي[۱۳] او هر څوک چې پرته له الله څخه خپل دوست او کار جوړوونکی ونیسي نو په رښتیا چې ډیر ښکاره تاوان یې وکړ.
[۱۳] الله پاک چې د کوم کار لپاره د یو څه پیدایښت کړی هغه بدل او بل کار ترې واخیستل شي لکه لواطت، زنا، سود او داسې نور غیرفطري کارونه( ابن جریر الطبري - کابلی تفسیر)
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَعِدُهُمْ وَیُمَنِّیْهِمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
شیطان هغوی ته تشې وعدې او هیلې ورکوي د شیطان ټولې وعدې له غولونې پرته بل څه نه دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؗ— وَلَا یَجِدُوْنَ عَنْهَا مَحِیْصًا ۟
د دا وړ خلکو ورتګ جهنم ته دی او د تیښتې هیڅ ځای به په لاس ور نه شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക