Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِعِبَادِهٖ لَخَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
او ای پیغمبره! کوم کتاب چې مونږ تاسې ته وحي کړی دی، حق یوازې همدا دی چې پخواني کتابونه هم حق ګڼي ـ بې له شکه چې الله له خپلو بنده ګانو نه ډیر خبر او د هغوی هر څه ویني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ثُمَّ اَوْرَثْنَا الْكِتٰبَ الَّذِیْنَ اصْطَفَیْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۚ— فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ۚ— وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَیْرٰتِ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ
بیا مونږ هغه کسان ددې کتاب وارثان کړل چې مونږ له خپلو نورو بنده ګانو څخه غوره کړي وو. نو ځینو يي پر خپلو ځانونو تیری وکړ. او ځینې يي نیمه خوا. او ځینې نور يې په نیکیو کې د الله په حکم یو له بل نه لومړی والی کوي او دا غوره صفت خورا لوی فضل دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ۚ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
تل پاتې جنتونو ته به ورځي هلته به د سرو زرو او ملغلرو په بنګړیو سینګار او وریښمین کالي به يې اغوستن وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ؕ— اِنَّ رَبَّنَا لَغَفُوْرٌ شَكُوْرُ ۟ۙ
او وايې به چې د ټولو ستاینو وړ هغه الله دی چې غمونه يي له مونږ نه لرې کړل. او په رښتیا چې زمونږ رب بښونکی او شکر منوونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
١لَّذِیْۤ اَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— لَا یَمَسُّنَا فِیْهَا نَصَبٌ وَّلَا یَمَسُّنَا فِیْهَا لُغُوْبٌ ۟
هغه ذات دی چې مونږ يي د خپلې لورینې له مخې په تل پاتې ځای کې میشته کړو. چې نه پکې مونږ ته تکلیف او ستونزه رسیږي او نه پکې له ستړتیا او غم سره مخ کیږو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ ۚ— لَا یُقْضٰی عَلَیْهِمْ فَیَمُوْتُوْا وَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِّنْ عَذَابِهَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ كُلَّ كَفُوْرٍ ۟ۚ
او کوم کسان چې کافران شوي دي د هغوی لپاره د دوزخ اور دی نه به خبره پای ته رسیږي چې مړه شي. او نه به يې په عذاب کې سپکوالی او کموالی راځي هو! مونږ هر کافر او ناشکره ته همدا وړ جزاء ورکوو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَهُمْ یَصْطَرِخُوْنَ فِیْهَا ۚ— رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— اَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَّا یَتَذَكَّرُ فِیْهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ النَّذِیْرُ ؕ— فَذُوْقُوْا فَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟۠
هلته به چیغې او سورې کړي. چې : ای زمونږ ربه! مونږ وباسه مونږ به د پخوانیو کړنو پر خلاف ښه عملونه وکړو. الله به وفرمايي: ایا ما تاسې ته هومره عمر نه وو درکړی چې چا پکې پند اخیسته نو اخیستلی يي شو؟ او تاسې ته ډاروونکی هم راغلی و. نو اوس يي خوند واخلئ! د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړ نشته.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ اللّٰهَ عٰلِمُ غَیْبِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
بې له شکه چې الله پاک د اسمانونو او ځمکې په پټو څیزونو عالم دی. او ان د سینو په پټو رازونو هم ډیر ښه پوهیږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക