Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹജ്ജ്   ആയത്ത്:
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
په دې ورځ به واکمني یوازی د یو الله وي.د خلکو په مینځ کې به غوڅه پریکړه وکړي.نو چا چې ایمان راوړی او نیکې کړنې یې کړي دي.له نعمتونو ډکو باغونو ته به ځي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠
او څوک چې کافران شوي او زمونږ ایتونه یي درواغ ګڼلي رسوا کوونکی عذاب یې په برخه دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
او هغو کسانو چې د الله په لار کې هجرت کړی،بیا په همدې لار کې وژل شوي او یا په خپل مرګ مړه شوي الله پاک به غوره او ښه روزي ورکړي ـ بې له شکه الله پاک ډیر ښه روزي ور کوونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟
او ارو،مرو به یې د هغوی د خوښۍ ځای ته ننه باسي ـ اوبې له شکه الله پاک په هر څه پوه او د اوږده زغم والا دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ذٰلِكَ ۚ— وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟
هو! همدا یي برخه ده او هغه څوک چې د ورسره شوي تیري په شان خپله بدله واخلي او بیا پرې نور تیری وشي نو الله به یې ضرور ملاوتړي.بې له شکه چې الله پاک عفوه کوونکی او بښونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
دا هر څه د الله په وس کې دي ځکه چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ورننه باسي او الله پاک هر څه اوري،او هر څه ویني.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
او دا واکمني یي ځکه پر ځای ده چې:حق یوازې یو الله دی.او هغه څه چې مشرکان یي پرته له الله نه رابلي،ټول باطل،او بې له شکه الله ډیر پورته او ډیر لوی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؗ— فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟ۚ
ای انسانه!تا نه دي لیدلي چې الله پاک له بره اوبه راښکته کړي او بیا پرې ځمکه تکه شنه او تازه ګرځوي؟ بې له شکه الله پاک لطیف[۲۳]او له هر څه نه باخبره دی.
[۲۳] ـ لطیف د مهربان په معنې دی.او دا معنې یي هم ده چې داسې باریک کارونه کوي چې دانسان فکر ورته نه رسیږي.(فتح القدیر د امام الشوکاني).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠
د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات د هغه په واک کې دی.او بې له شکه له هر څه نه بي پروا او ستایلی شوی ذات یوازې یو الله دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹജ്ജ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക