Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
مَا نَنْسَخْ مِنْ اٰیَةٍ اَوْ نُنْسِهَا نَاْتِ بِخَیْرٍ مِّنْهَاۤ اَوْ مِثْلِهَا ؕ— اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
مونږ چې کوم ایاتونه منسوخوو او یا یې هیروو نو په ځای یې له هغې څخه غوره او یا لږ تر لږ انډول راوړو ایا تاسې په دې نه پوهیږئ چې الله پاک په هر څه توان لري.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او په دې نه پوهیږۍ چې : د اسمانونو او ځمکې واکمني خاص له الله سره ده او بې له هغه څخه نه د ستاسې کوم دوست شته او نه کوم ملاتړی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَمْ تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَسْـَٔلُوْا رَسُوْلَكُمْ كَمَا سُىِٕلَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ ؕ— وَمَنْ یَّتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
ایا تاسې پتیلې ده چې له خپل پیغمبر څخه هغه وړ پوښتنې وکړۍ لکه وړاندې چې له موسی څخه شوې وې؟ هر چا چې کفر په ایمان بدل کړ[۳] نو روغه لیار یې ورکه کړه.
[۳] د ایمان په بدل کې يې کفر واخیست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَدَّ كَثِیْرٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یَرُدُّوْنَكُمْ مِّنْ بَعْدِ اِیْمَانِكُمْ كُفَّارًا ۖۚ— حَسَدًا مِّنْ عِنْدِ اَنْفُسِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ ۚ— فَاعْفُوْا وَاصْفَحُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ډیر اهل کتاب خوښوي چې تاسې له ایمان وروسته بیرته کافران کړي د هغې کینې او رخې له مخې چې له تاسې سره یې لري، سره لدې چې حق ورته ښه ښکاره شوی دی، عفوه وکړئ او تر هغو ترې مخ واړوئ تر څو الله پاک خپله پریکړه وکړي بې شکه چې الله پر هر څه توانا دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ؕ— وَمَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
لمونځونه ودروئ او زکاتونه ورکړئ، او د خپلو ځانو لپاره چې هره ښیګڼه وړاندې ولیږۍ له الله سره به يې مینده کړۍ بې شکه الله پاک ستاسې کړنې ویني.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالُوْا لَنْ یَّدْخُلَ الْجَنَّةَ اِلَّا مَنْ كَانَ هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی ؕ— تِلْكَ اَمَانِیُّهُمْ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
اهل کتابو به ویل: چې جنت ته پرته له یهودیانو او نصاراوو څخه بل څوک نه شي تلای دا یې هیلې وي ورته ووایه: که تاسې رښتینې یاست نو دلیل مو را وړاندې کړئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
بَلٰی ۗ— مَنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهٗۤ اَجْرُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ۪— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟۠
داسې نه ده بلکې هر څوک چې : خپل ځان الله پاک ته وسپاري او په عملې توګه نیکو کاره وي نو: د خپل رب له لورې به نیکه بدله وګوري نه به پرې ډار وي او نه به له کوم غم سره مخ کیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക