Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം   ആയത്ത്:
وَلَوْ اَنَّنَا نَزَّلْنَاۤ اِلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتٰی وَحَشَرْنَا عَلَیْهِمْ كُلَّ شَیْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ یَجْهَلُوْنَ ۟
او كه چېرې مو دوى ته ملايكې هم نازلې كړې واى، او مړيو خبرې ورسره كړې وای او ټول شيان مو د دوى په وړاندې راغونډ كړي واى، بيا به هم چمتو نه وو چې ايمان راوړي، مګر دا چې الله وغواړي خو زياتره يې نا پوهي كوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا شَیٰطِیْنَ الْاِنْسِ وَالْجِنِّ یُوْحِیْ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوْرًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟
او په همدې توګه مو هر نبي ته انسي او جني شيطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې لپاره يو بل ته په ( ظاهره) ښكلې خبرې وسوسه كوي او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلِتَصْغٰۤی اِلَیْهِ اَفْـِٕدَةُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَلِیَرْضَوْهُ وَلِیَقْتَرِفُوْا مَا هُمْ مُّقْتَرِفُوْنَ ۟
ترڅو د هغو خلكو زړونه ورته په تلوسه كې وي چې په آخرت ايمان نه راوړي او پرې خوښ شي او هغه ناوړه كارونه ترسره كړي چې دوى يې كول غواړي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَفَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْتَغِیْ حَكَمًا وَّهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ اِلَیْكُمُ الْكِتٰبَ مُفَصَّلًا ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهٗ مُنَزَّلٌ مِّنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟
آيا نو پرته له الله بل فيصله كوونكى ولټوم او حال دا چې هماغه تاسو ته (ښه پوره) څرګند كتاب را نازل كړی، او هغه كسان چې كتاب مو وركړى (ښه) پوهېږي چې هغه ستا د رب له خوا په حقه نازل شوى نو له شك كوونكو مه اوسه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَّعَدْلًا ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او ستا د رب وينا په رښتينولۍ او عدالت كې پوره كره ده، هيڅوك د هغه د خبرو (حكم) بدلونكى نه دى او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟
او كه ته د زياترو هغو خلكو خبره ومنې چې په ځمكه مېشت دي نو د الله له لارې به دې واړوي، دوى بل څه نه، صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ مَنْ یَّضِلُّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
بې شكه ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې لارې نه يې اوښتى وي او هماغه په لار موندونكو باندې ښه پوه دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ بِاٰیٰتِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟
نو له هغه (حيوان) څخه خورئ چې د الله نوم پرې ياد شوى وي، كه چېرى يې په آيتونو باور لرونكي ياست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക