Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِیْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او کوم كسان چې تر هغوى وروسته راځي وايي زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړې او زموږ هغو وروڼو ته چې په ايمان راوړلو كې راڅخه مخکې شوي او ايمان والاوو سره كينه كول مو په زړونو كې مه اچوه، زموږ پالونکيه همدا ته ډېر نرمي كوونكى مهربان يې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نَافَقُوْا یَقُوْلُوْنَ لِاِخْوَانِهِمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَىِٕنْ اُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِیْعُ فِیْكُمْ اَحَدًا اَبَدًا ۙ— وَّاِنْ قُوْتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
ايا ته نه ګورې هغو كسانو ته چې منافقت یې کړی دی، په اهل كتابو كې خپلو كافرو وروڼو ته وايي: كه تاسي بهر واېستل شوئ موږ به هم هرومرو درسره وځو او ستاسو (تاوان) په هكله به د هيچا خبره هيڅكله نه منو او كه جګړه درسره وشوه، هرومرو به ستاسو مرسته كوو. او الله شاهدي وايي چې هغوى درواغجن دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَىِٕنْ اُخْرِجُوْا لَا یَخْرُجُوْنَ مَعَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ قُوْتِلُوْا لَا یَنْصُرُوْنَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ نَّصَرُوْهُمْ لَیُوَلُّنَّ الْاَدْبَارَ ۫— ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
كه چېرته وویستلی شي هغوى نو دوی نه وځي د هغوی سره او كه چېرته جګړه ورسره وشي مرسته به يې ونه كړي او كه چېرته دوی ورسره مرسته وکړي خامخا به وروګرځوي شاګانې، بيا به د دوی سره مرسته و نه شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَاَنْتُمْ اَشَدُّ رَهْبَةً فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
خامخا تاسو سخت ډار اچونکي یاست د هغوی په سینو کې د الله تعالی نه، دا ځكه چې هغوى نا پوه خلك دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ جَمِیْعًا اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ اَوْ مِنْ وَّرَآءِ جُدُرٍ ؕ— بَاْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیْدٌ ؕ— تَحْسَبُهُمْ جَمِیْعًا وَّقُلُوْبُهُمْ شَتّٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَ ۟ۚ
جنګ نه شي کولای هغوى تاسو سره په یو ځای مګر په كلا بندو كليو كې يا د دېوالونو تر شا، د هغوى خپل منځي جګړه ډېره سخته ده. ته يې (كه څه هم) سره ګډ (متحد) بولې خو د هغوى زړونه بېل بېل دي. دا ځكه چې هغوى داسې یو قوم دی چې عقل نه لري.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
كَمَثَلِ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیْبًا ذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ
(حال د دوی) د همغو خلكو په شان دي چې له دوى نه لږ وخت مخکې يې د خپلو كړو سزا څكلې ده او د دوى لپاره درد ناك عذاب دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
كَمَثَلِ الشَّیْطٰنِ اِذْ قَالَ لِلْاِنْسَانِ اكْفُرْ ۚ— فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
(حال د دوی) په څېر د حال د شیطان دی كله يې چې انسان ته وويل: كافر شه! خو كله چې كافر شو وېلې زه خو در څخه بېزار يم، زه د مخلوقاتو له پالونكي څخه ډارېږم.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക