Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹദീദ്   ആയത്ത്:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ مَعَكُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
دى همغه دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش بره [د پاسه] شو، هغه ته معلوم دي څه چې په ځمكه كې ننوزي او څه چې ترې راوزي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه چې پكې خيژي، او چېرته چې تاسې ياست هغه درسره وي [په اعتبار د علم او د قدرت نه په اعتبار د ذات] او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه ليدونكى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او همغه الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ؕ— وَهُوَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې او هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِیْنَ فِیْهِ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَاَنْفَقُوْا لَهُمْ اَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
پر الله او د هغه رسول ايمان راوړئ او له هغه څه لګښت وكړئ چې تاسي يې پكې (د پخوانيو) ځاى ناستي ګرځولي ياست، نو له تاسي چې كومو خلكو ايمان راوړ او لګښت يې وكړ، د هغوى لپاره ستره بدله ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ۚ— وَالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ لِتُؤْمِنُوْا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ اَخَذَ مِیْثَاقَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
څه عذر دی ستاسو چې ایمان نه راوړئ؟ حال دا چې (په خپله) رسول تاسي ته بلنه دركوي چې په خپل پالونکي مو ايمان راوړئ او كه تاسي ايمان راوړونكي ياست نو هغه خو در څخه كلک لوز هم اخيستى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
(الله) همغه دى چې پر خپل بنده څرګند آيتونه نازلوي چې تاسي له تيارو څخه رڼا ته را وباسي او بېشكه الله پر تاسي نرمي كوونكی مهربان دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا یَسْتَوِیْ مِنْكُمْ مَّنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقٰتَلَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِیْنَ اَنْفَقُوْا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوْاؕ— وَكُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠
او تاسي ولې د الله په لار كې لګښت نه كوئ؟ حال دا چې د آسمانونو او ځمكې ميراث الله لره دى په تاسو كې چې له فتح (مكې) مخکې چا لګښت كړى او جنګېدلي هغه له نورو سره برابر نه دي، هغوى په مرتبه كې له هغو خلكو ډېر لوى دي چې وروسته (له فتح مكې) يې لګښت كړى او جنګيدلي، البته د ښېګڼې ژمنه الله له ټولو سره كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه خبر دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗ وَلَهٗۤ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
څوك دى هغه چې الله ته په ښه ډول قرض وركړي چې بيا يې (الله) ورته زيات كړي او هغه ته به ډېر غوره اجر وي؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹദീദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക