Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا ۟
او هغوى چې ايمان یې راوړى اوسم كارونه يې كړي، زر به يې داسې جنتونو ته ننباسو چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، د الله رښتينې وعده ده، او څوك به الله نه زيات په خبرو كې رښتينى وي؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَلَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ ؕ— مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ ۙ— وَلَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
نه ستاسو په هيلو (برابره) ده او نه د اهل كتابو، چا چې ناوړه كار وكړ د هماغه بدله وركول كيږي، او ځان ته به له الله پرته نه كوم دوست مومي او نه څوك مرستندوى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنۡثٰى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟
او څوك چې ښه عملونه وكړي، نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو دغسې خلك به جنت ته ننوځي او د كجور زړي د چاود په اندازه به ظلم پرې ونه شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَّاتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَاتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا ۟
او له هغه چا نه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا دی، او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا ۟۠
او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، هغه (ټول) د الله دي، او الله له هر څه راچاپېر دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَیَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ ۙ— وَمَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ ۙ— وَاَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا ۟
او د ښځو په هكله درنه فتوى غواړي، ورته وايه الله په دوى كې هم فتوى دركوي او هغه څه هم (د رښايي) چې په كتاب كې درباندې لوستل كيږي يعنې د هغو يتيمو ښځو په هكله چې ټاكلى مهر يې نه وركوئ او غواړئ چې په نكاح يې كړئ او د كمزورو ماشومانو په هكله هم، او دا چې د يتيمانو په اړه په عدل ولاړ اوسئ، او كوم د خير كار چى كوئ نو الله ډېر ښه ورباندې پوه دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക