Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്   ആയത്ത്:
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
خو د هغه (ابراهيم) د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: ويې وژنئ يا يې وسوځوئ! چې بيا الله هغه له اوره بچ كړ، بې شكه په دې كې نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې باور كوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ
او هغه وويل: تاسي چې له الله پرته څه نيولي هغه خو ايله بتان دي چې دنيوي ژوند كې مو خپل ترمنځ د مينې وسيله ګرځولې، خو وروسته به د قيامت په ورځ يو بل څخه انكار او ځينې به مو پر ځينو لعنت كوي او هستوګنځى به مو اور او هيڅوك مرستندويان به مو نه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
نو لوط علیه السلام پر هغه ایمان راوړ، او (ابراهيم) وويل: زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، بې شكه همغه حكمت والا برلاسى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او موږ هغه ته اسحاق او يعقوب (زامن) وروبخښل او د هغوى په خېلخانه كې مو نبوت او كتاب كېښودل او د هغه بدله مو په دنيا كې هم وركړه او په آخرت كې به هغه له صالحانو څخه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
اّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
وېلې: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക