Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഖസസ്   ആയത്ത്:
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِیِّ اِذْ قَضَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسَی الْاَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟ۙ
او هغه مهال خو ته په لويديځه غاړه كې نه وې چې موسى ته مو امر (پیغمبري) وركړ او نه (هلته) حاضر وې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلٰكِنَّاۤ اَنْشَاْنَا قُرُوْنًا فَتَطَاوَلَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ۚ— وَمَا كُنْتَ ثَاوِیًا فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ تَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۙ— وَلٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟
او یقینا موږ پيړۍ (خلک) پیدا کړي دي، نو اوږده تېر شول په هغوی باندې عمرونه او نه وې ته اوسیدونکی په مدین والو کې چې لوستلی تا پر هغوی باندې آیتونه زموږ او لیکن یو موږ رالیږونکي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّوْرِ اِذْ نَادَیْنَا وَلٰكِنْ رَّحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او ته د طور په څنډه كې هم نه وې، كله چې موږ (موسىٰ ته) غږ وكړ خو دا ستا د رب رحمت دى تر څو هغه قوم ووېروې چې له تا مخكې كوم وېروونكى نه دى ورغلى ښایي چې پند واخلي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَوْلَاۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَیَقُوْلُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او كه داسې نه واى چې هغوى ته به د خپلو كړو وړو له امله څه مصيبت (عذاب) ورسيږي، بيا به وايي چې اې زموږ ربه! ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو پيروي مو كړې واى او مومنان شوي واى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْا لَوْلَاۤ اُوْتِیَ مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی ؕ— اَوَلَمْ یَكْفُرُوْا بِمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ ۚ— قَالُوْا سِحْرٰنِ تَظَاهَرَا ۫— وَقَالُوْۤا اِنَّا بِكُلٍّ كٰفِرُوْنَ ۟
نو كله چې هغوى ته زموږ له لوري حق ورغى وېلې ولې هغه څه ورنه كړل شول كوم چې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ آيا نو هغوى له هغه څه نه وو منكر شوي کوم چې له دې مخکې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ وېلې دا دواړه كوډې دي چې يو د بل مرسته (ټينګتن) كوي او ويل يې: موږ دا ټول نه منو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قُلْ فَاْتُوْا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ هُوَ اَهْدٰی مِنْهُمَاۤ اَتَّبِعْهُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ورته ووايه: ښه نو د الله له لوري كوم داسې كتاب راوړئ چې له دې دواړو زيات لارښوونكى وي، زه به يې پيروي وكړم، كه تاسي رېښتوني ياست.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاِنْ لَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكَ فَاعْلَمْ اَنَّمَا یَتَّبِعُوْنَ اَهْوَآءَهُمْ ؕ— وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوٰىهُ بِغَیْرِ هُدًی مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഖസസ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക