Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇസ്റാഅ്   ആയത്ത്:

اسراء

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ
موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟
تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟
نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟
له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع دركړه او له تاسو سره مو د مال او اولاد په دركولو مرسته وكړه او ستاسي شمير مو هم ډېر زيات كړ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟
(ګورئ!) كه تاسو ښېګڼه وكړه نو هم خپلو ځانو سره مو وكړه، او كه بدى مو وكړه نو هم خپل ځان سره، نو كله چې وروستۍ (دويمه) نېټه راغله (بيا مو دښمن برلاسى كړ) چې ستاسو مخونه در بدرنګ كړي او مسجد (بيت المقدس) ته هماغسې ننوځي لكه چې اول ځل ورننوتلي وو او پر څه چې برلاسي شي هغه تبا كړي، په پوره تبا کولو سره.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇസ്റാഅ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക