Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നഹ്ൽ   ആയത്ത്:
ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُخْزِیْهِمْ وَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تُشَآقُّوْنَ فِیْهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اِنَّ الْخِزْیَ الْیَوْمَ وَالسُّوْٓءَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
بيا به يې د قيامت په ورځ (نور هم) سپكوي، ورته وايي به چې زما هغه شريكان چېرې دي چې تاسو يې په هكله (مسلمانانو سره) جګړې كولې؟ چاته چې علم وركړى شوى هغوى به وايي: بې شكه چې رسوايي او بدي نن ورځ په همدغو كافرانو ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۪— فَاَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— بَلٰۤی اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغوى چې پر خپلو ځانو ظالمان وو نو كله چې یې ملايكې سا اخلي، دوى به سمدلاسه روغه جوړه وړانداې كړي، چې موږ خو هېڅ بد نه كول، ولې نه! يقيناً الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو به كول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— فَلَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
نو (اوس) د جهنم په دروازو ورننوځئ تلپاتې په هغه كې، د كبرجنو استوګنځى نو خامخا ډېر ناكاره دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَقِیْلَ لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا مَاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوْا خَیْرًا ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ ؕ— وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او (بل لور ته) چا چې نيكي وكړه، هغوى لپاره په دې دنيا هم ښېګڼه ده او د آخرت كور خو حتماً لا غوره دى، او ډېر ښه كور د ځان ساتونكو (له ګناه) دى.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ ؕ— كَذٰلِكَ یَجْزِی اللّٰهُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
د تل اوسېدو باغونه چې دوى به ورننوځي، ترې لاندې به ويالې بهيږي هلته به دوى لره هر هغه څه وي چې غواړي يې، الله متقيانو ته همدغه شان بدله وركوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ طَیِّبِیْنَ ۙ— یَقُوْلُوْنَ سَلٰمٌ عَلَیْكُمُ ۙ— ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغوى چې پاک دي، كله چې ملايكې يې سا اخلي ورته وايي: پر تاسو دې سلام وي، (ځئ) جنت ته ننوځئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ اَمْرُ رَبِّكَ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
آيا (اوس) دوى له دې پرته د بل څه انتظار كوي چې يا ملايكې ورته راشي او يا ستا د رب پرېکړه ورته راشي؟ له دوى ړومبنيو خلكو هم دغه شان كړي دي، او الله پر هغوى ظلم نه و كړى، ظلم خو دوى خپله پر ځانو كولو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
نو بيا دوى ته هم د خپلو کړنو شر ورسېد، او هغه څه ترى چاپېر شول چې (پخوا) به يې ملنډې پرې كولې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നഹ്ൽ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ് വ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻ്ററിൻ്റെയും കോൺടെൻ്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അവസാനിപ്പിക്കുക