Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನಮ್ಲ್   ಶ್ಲೋಕ:
فَلَمَّا جَآءَ سُلَیْمٰنَ قَالَ اَتُمِدُّوْنَنِ بِمَالٍ ؗ— فَمَاۤ اٰتٰىنِ اللّٰهُ خَیْرٌ مِّمَّاۤ اٰتٰىكُمْ ۚ— بَلْ اَنْتُمْ بِهَدِیَّتِكُمْ تَفْرَحُوْنَ ۟
کله چې استازی سلیمان ته راغی نو سلیمان ورته وویل: ایا تاسې غواړئ چې په مال زما مرسته وکړئ خو هغه چې الله ما ته راکړي دي، له هغه څه نه ډیر غوره دي چې تاسې ته [۱۷] يي درکړي دي. او دا تاسې يي چې په خپلو سوغاتونو خوښي څرګندوئ.
[۱۷] الله پآک چې ماته کوم دولت، پوهه، حکمت او پیغمبري راکړې ده. ستاسې له هر څه نه غوره ده( تفسیر الماوردی).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِرْجِعْ اِلَیْهِمْ فَلَنَاْتِیَنَّهُمْ بِجُنُوْدٍ لَّا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِّنْهَاۤ اَذِلَّةً وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟
ای استازیه! بیرته ورشه، ډير ژر به مونږ د ماتې نه خوړونکي لښکر سره هلته ورشو، او خورا سپک، ورک به يې له ښار نه وشړو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟
سلیمان وویل: ای درباریانو! څوک به د بلقیس تخت مخکې له دې راوړي چې هغوی غاړه ایښوونکي ماته راشي؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ عِفْرِیْتٌ مِّنَ الْجِنِّ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ تَقُوْمَ مِنْ مَّقَامِكَ ۚ— وَاِنِّیْ عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ اَمِیْنٌ ۟
یوه چالاک او پیاوړي پیري وویل: زه به يي درته وړاندې له دې راورسوم چې تاسې له خپل دربار نه پورته شئ. او زه پرې ښه پیاوړی او ښه امانت ګر یم.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ الَّذِیْ عِنْدَهٗ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتٰبِ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهٗ قَالَ هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ ۫— لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُ ؕ— وَمَنْ شَكَرَ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ رَبِّیْ غَنِیٌّ كَرِیْمٌ ۟
له کوم سړي سره چې د کتاب علم و هغه وویل: زه به ي د سترګو په رپ کې درته راوړم. څنګه چې سلیمان همغه تخت له خپل ځان سره ایښوول شوی ولید نو ويې ویل: دا زما د رب فضل دی. تر څو ما وازمايې چې شکر کوم او که ناشکري. او هر څوک چې شکر کوي نو ګټه يې خپله ده. او څوک چې ناشکري کوي نو بې له شکه چې زما رب له هر څه بې پروا او د کرم والا دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ نَكِّرُوْا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ اَتَهْتَدِیْۤ اَمْ تَكُوْنُ مِنَ الَّذِیْنَ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟
سلیمان وویل تخت يې ورته نا اشنا کړئ، وګورو چې په خبره پوهیږي او که له هغو کسانو څخه ده چې په هیڅ يې سر نه خلاصیږي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَمَّا جَآءَتْ قِیْلَ اَهٰكَذَا عَرْشُكِ ؕ— قَالَتْ كَاَنَّهٗ هُوَ ۚ— وَاُوْتِیْنَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِیْنَ ۟
کله چې بلقیس راغله، چا ورته وویل: ایا ستا تخت همدا وړ دی؟ هغې وویل: دا خو کله همغه چې وي. او مونږ ته لا پخوا خبره څرګنده شوې، او مونږ غاړه ایښې وه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَّعْبُدُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟
او هغو بوتانو چې هغې يې پرته له الله عبادت کاو له روغ دین نه منع کړې وه. ځکه چې هغه د یو کافر قوم عړې وه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قِیْلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ ۚ— فَلَمَّا رَاَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَّكَشَفَتْ عَنْ سَاقَیْهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّنْ قَوَارِیْرَ ؕ۬— قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ وَاَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمٰنَ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
هغې ته وویل شو چې ماڼۍ ته ننه وځه ـ هغي چې وکتل نو ګمان يي وکړ چې د اوبو حوض دی او د ښکته کیدلو لپاره يي پونډۍ لوڅي کړې. سلیمان ورته وویل: دا د ښیښې روڼ هوار فرش دی. هغې وویل: پروردګاره! ما له ځان سره تیر کړی، اوس مې له سلیمان سره هغه الله ته غاړه ایښې ده چې د ټول عالم رب دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನಮ್ಲ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ