Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನೂರ್   ಶ್ಲೋಕ:
قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَیْكُمْ مَّا حُمِّلْتُمْ ؕ— وَاِنْ تُطِیْعُوْهُ تَهْتَدُوْا ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
ووایه چې: د الله او رسول مننه وکړئ نو که مخ مو واړاوو نو پوه شئ چې د پیغمبر دنده یوازې هغه ده چې په غاړده يي ور اچول شوې او له تاسې به د هغه څه پوښتنه کيږي چې په غاړه در اچول شوې. او که تاسې د هغه مننه وکړئ نو سمه لار به ومومئ. که نه نو د پیغمبر دنده پرته له ښکاره او ډاګیزه رسونې بل څه نه ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۪— وَلَیُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِیْنَهُمُ الَّذِی ارْتَضٰی لَهُمْ وَلَیُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا ؕ— یَعْبُدُوْنَنِیْ لَا یُشْرِكُوْنَ بِیْ شَیْـًٔا ؕ— وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
الله پاک ستاسې له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی او نیک کارونه يې کړي وعده کړې ده چې خامخا به يې په ځمکه همغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له دوی وړاندې خلک يې ګرځولي وو او هغه دین به يي په پښو ودروي چې الله ورته خوښ کړی دی. او ډار به يي په ډاډ بدل کړي. هغوی به زما عبادت کوي او له ماسره به هیڅ شی نه شریکوي. او څوک چې له دې وروسته هم کافر شي همدوی ډیر غټ فاسقان دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او لمونځونه ودروئ زکات ورکړئ او د رسول مننه وکړئ چې رحم درباندې وکړای شي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
او ګومان مه کوه چې کافران په ځمکه کې د الله بې وسې کوونکي دي. د هغوی ورتګ اور ته دی او هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَالَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ ؕ— مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَحِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ ۫ؕ— ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَلَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ؕ— طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! ستاسې غلامان او ستاسې هغه کوچنیان چې بلوغ ته نه وي رسیدلي په دریو وختونو کې باید له اجازې اخیستلو وروسته در شي. سهار له لمانځه وړاندې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ. او د ماخستن لمانځه وروسته. بس دا درې وختونه ستاسې د ځان بربنډولو وختونه دي. او له دې دریو وختونو پرته نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر هغوی ـ ځکه ستاسې یو بل ته بیا، بیا تګ راتګ وي. په همدې توګه الله پاک تاسې ته ایاتونه څرګندوي. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನೂರ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ