Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಹಜ್ಜ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ وَعْدَهٗ ؕ— وَاِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
او ای پیغمبره!له تانه په تلوار سره عذاب غواړي او الله به هیڅکله له خپلې وعدې نه مخالفت ونه کړي. مګر دا یو واقعیت دی چې ستا د رب په وړاندې یوه ورځ ستاسې د شمار د زرو کلونو سره برابره وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَمْلَیْتُ لَهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ اَخَذْتُهَا ۚ— وَاِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟۠
او څومره ډیرو ظالمو کلیو ته مونږ وخت ور کړی او بیا مو ونیول؟ او هر څه به بیرته ماته راځي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَاۤ اَنَا لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
ای محمده!ووایه چې:خلکو!زه تاسې ته یو ډانګ پیلی اخطار درکوونکی یم.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
نو چا چې ایمان راوړ او نیکې کړنې یې وکړې،نو د هغوی لپاره بښنه او غوره روزي ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
او چا چې زمونږ په ایتونو کې زمونږ د لاندې راوستلو په تکل هڅې کړي.نو همدوی د اور ملګري دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّلَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ ۚ— فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟ۙ
او ای محمده!مونږ چې له تا وړاندې هر رسول او نبي لیږلی او د څه هیله یې کړې ده،نو شیطان د هغه د هیلو[۲۱]په لار کې خنډونه اچولي دي خو الله د شیطان ټول اچولي خنډونه له مینځه وړي. او بالاخره خپل ایتونه کلک پر ځای دروي.او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
[۲۱] ـ د تمنی یوه معنی همداده چې مونږ کړې او د پیغمبر هیله همدا وي چې دین یي بریمن شي بله معنا یي لوست او تلاوت دی.او د ایت معنا به بیا دا شي چې پیغمبر چې هر څه لوستلي دي. شیطان تشویشونه او اشتباه ګانې اچولي چې خلک یې ونه مني خو الله پاک د شیطان اچول شوي تشویشونه له منځه وړي او خپل دین يي بریمن کړی دی ددی ایت په هکله ځینو معتبرو تفسیرونو ځینې اسرائیلي روایتونه نقل کړی دي چې د احادیثو علماوو هغه ټول درواغ ګڼلي دي د زیات تفصیل لپاره د شیخ الهند کابلی تفسیر او مولانا مودودي تفسیر باید وکتل شي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
لِّیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْقَاسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَفِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟ۙ
او الله پاک ځکه ددې کار د کولو فرصت ورکړ تر څو د شیطان له لورې اچول شوې وسوسه د هغو کسانو لپاره چې په زړونو کې یې مرض او سختوالی دی یو ازمیښت وګرځوي.او پخه خبره ده چې ظالم خلک په دښمنۍ کې لرې پړاو ته رسیدلي دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَّلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَیُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او تر څو چې په علم سنبال شوي خلک ښه پوه شي چې دا ستا د رب له لورې حق دی.نو ایمان پرې راوړي او زړونه یې ورته نرم او مات شي.او بي له شکه چې الله پاک خامخا مومنانو ته د روغې لارې ښوونه کوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً اَوْ یَاْتِیَهُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَقِیْمٍ ۟
او کافرانو به تر هغو د قران په هکله په شک کې ډوب وي تر څو د قیامت ورځ ورته ناببره رادمخه،او یا ورته د شنډې ورځې عذاب[۲۲]راورسیږي.
[۲۲] ـ عقیم وايې شنډې ته:یعنې هغه ورځ چې له هغې وروسته شپه نه راځي له دې نه د قیامت ورځ هدف دی.او یا د عذاب هغه ورځ چې کافران پکې هلاک او یا مغلوب شي.لکه د بدر ورځ(البحر المحیط).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಹಜ್ಜ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ