Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ ಅಂಬಿಯಾ   ಶ್ಲೋಕ:
وَمِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَیَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَكُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَ ۟ۙ
او ځینې پيریان او سرکښه شیطانان مو هم د هغه تابع کړي وو چې غوپې به یې ورته وهلې.او له دې پرته به یې نور هم ډیر کارونه کول.او مونږ د ټولو څارونکي وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ
او ایوب هم یاد کړه چې کله هغه خپل رب سره راز او نیاز کاو چې:زما ربه!ماته ناروغتیا پیښه شوې.او ته ارحم الرحمین يې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّاٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ ۟
مونږ یې دعا قبوله،ور پیښه ناروغتیا مو ترې لرې د هغه کورنۍ مو بیرته جوړه.او په همغه انډول نورې لورینې مو هم پرې وکړې،دا زمونږ لورینې وې چې د ټولو عبادت کوونکو لپاره پند او درس ؤ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِدْرِیْسَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
او اسماعیل ادریس او د برخې څښتن[۱۰]هم رایاد کړه ټول خورا زغم لرونکی وو.
[۱۰] ددی سړي په هکله اختلاف دی چې څوک دی؟پيغمبر و او که نه؟خو دا خبره ټول مني چې دلوړو اخلاقو یو نمونه سړی و.(البحر المحیط).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او مونږ هغوی په خپل رحمت کې داخل کړل.ځکه چې هغوی له صالحانو نه وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ ۖۗ— اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ
او د کب خاوند[۱۱]هم رایاد کړه چې کله هغه قهرجن ولاړ او ګومان یې کړی و چې مونږ به ورسره ټینګ او سخت حساب ونه کړو.نو بیا یي د تیارو[۱۲]په مینځ کې غږ کړ چې:پرته له تانه بل هیڅ معبود نشته.ته پاک او زه له تیري کوونکو نه یم.
[۱۱] ـ حضرت یونس علیه السلام(فتح القدیر).
[۱۲] ـ د کب په ګیډه کې چې په خپله هم تیاره،د بحر په تل کې چې هلته هم تیاره او د شپې تیراه وي (البحر المحیط).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ۙ— وَنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ ؕ— وَكَذٰلِكَ نُـجِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
مونږ یې دعا ومنله.او له غم نه مو خلاص کړ. په همدې شان مونږ مؤمنان خلاصوو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَزَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۚۖ
او زکریا هم یاد کړه.کله یې چې له خپل رب نه سوال وکړ چې زما ربه!ما یوازې مه پریږده.او ډیر غوره وارث همدا ته یې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ؗ— وَوَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَاَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَیَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّرَهَبًا ؕ— وَكَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ ۟
مونږ یې سوال ومانه.او یحیې مو وروباښه،او میرمن مو ورته جوړه او برابره کړه.بي له شکه چې دوی په ښیګڼو کې زغلیدونکي خلک وو چې:په هیلو او ډار سره یې مونږ بللو.او زمونږ په وړاندې غاړه ایښوونکي وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ ಅಂಬಿಯಾ
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ