Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಬಕರ   ಶ್ಲೋಕ:
وَاِذْ نَجَّیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟
او هغه وخت هم در په زړه کړئ چې مونږ تاسې د فرعونیانو له سختو او ناورینو عذابونو خلاص کړئ، ستاسې نران به یې وژل او ښځینه به یې ژوندۍ پریښوولې، دا کار ستاسې د رب له لورې یو لوی ازمیښت ؤ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟
او هغه وخت هم در یاد کړئ چې د سیند اوبه مې درباندې جلا، جلا، تاسې مې خلاص او فرعونیان مې ټول ستاسې په وړاندې په اوبو کې ډوب کړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ وٰعَدْنَا مُوْسٰۤی اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او هغه وخت هم در په یاد کړئ چې مونږ له موسی علیه السلام سره ( ۴۰) شپې وعده وکړه تاسې دده له تګ وروسته خوسی په الوهیت ونیو، او یوه لوی تیري ته مو ملا تړلې وه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا مونږ له دې وروسته هم بښنه درته وکړه کیدای شي چې تاسې ښګڼه ومنئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟
او هغه وخت هم در په زړه کړئ چې مونږ ستاسې د لیار موندلو په تکل موسی ته تورات او د حق او باطل ترمینځ جلا کوونکې نښې ورکړې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِىِٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىِٕكُمْ ؕ— فَتَابَ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
او هغه هم رایاد کړئ چې موسی خپل قوم ته وویل : زما قومه! د خوسې په اله منلو سره تاسې په خپلو ځانونو ډیر تیری کړی دی، نو اوس خپل رب ته توبه وباسئ خپل ځانونه ووژنئ همدا کار ستاسې د رب په وړاندې ستاسې په ګټه دی، هغه وه چې ستاسې توبه یې ومنله، بې شکه چې الله پاک ښه توبه منونکی او ډیر مهربان دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟
او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې تاسې وویل: ای موسی! مونږ به هیڅکله په تا ایمان رانه وړو تر څو الله پاک په ډاګه وګورو، نو هغه وو چې تاسې ورته کتل او ناببره د مرګ په خوله کې ورپریوتئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا هم مونږ له مرګ وروسته بیرته را ژوندي کړئ کیدای شي ښیګڼه ومنئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ وَاَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ؕ— كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ ؕ— وَمَا ظَلَمُوْنَا وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
او د وریځې سیوری مې درباندې جوړ او من او سلوی مې درته راښکته او درته مې وویل چې زما له لورې در کړی شوی پاک خوراک وخورئ په مونږ یې هیڅ تیری نه و کړی، خو له خپلو ځانونو سره یې بد کړي و.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಬಕರ
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ