Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಯೂಸುಫ್   ಶ್ಲೋಕ:
قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ ۚ— وَمَا نَحْنُ بِتَاْوِیْلِ الْاَحْلَامِ بِعٰلِمِیْنَ ۟
هغوی وویل: دا ګډوډ خیالي خوبونه دي او مونږ د خیالونو او چرتونو په معنا نه پوهیږو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَ الَّذِیْ نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ اُمَّةٍ اَنَا اُنَبِّئُكُمْ بِتَاْوِیْلِهٖ فَاَرْسِلُوْنِ ۟
هغه یوه سړې چې له دوه تنو بندیانو نه راخلاص شوی او له اوږدې مودې وروسته یوسف ور په زړه شو وویل: زه به تاسې ته دا خوب معنا کړم ما لږ هغه ته ولیږئ[۳۸].
[۳۸] د یوسف نوم يې له له دې ډاره وانه خیست چې بل څوک ورنشي او دا شرف وګټې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یُوْسُفُ اَیُّهَا الصِّدِّیْقُ اَفْتِنَا فِیْ سَبْعِ بَقَرٰتٍ سِمَانٍ یَّاْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَّسَبْعِ سُنْۢبُلٰتٍ خُضْرٍ وَّاُخَرَ یٰبِسٰتٍ ۙ— لَّعَلِّیْۤ اَرْجِعُ اِلَی النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
ای رښتیه یوسفه! مونږ ته ددې خوب معنا وښایه چې: اوه څربي غواګانې دي[۳۹] اوه خوارې غواګانې يي خوري او اوه شنه تازه وږي دي او اوه نور وچ. تر څو زه بیرته خلکو ته ورشم هیله ده چې هغوی پوه شي.
[۳۹] د (۷) څربو غواګانو معنا (۷) د کښت کلونه او د (۷) خوارو غواګانو معنا ده (۷) وچ کلونه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ تَزْرَعُوْنَ سَبْعَ سِنِیْنَ دَاَبًا ۚ— فَمَا حَصَدْتُّمْ فَذَرُوْهُ فِیْ سُنْۢبُلِهٖۤ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تَاْكُلُوْنَ ۟
یوسف وویل: تاسې به د خپل پخواني عادت په شان اوه کلونه کښت وکړئ چې و مو ریبل پرته له لږو هغو دانو چې تاسې يې خورئ نور ټول په وږو کې پریږدئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ یَّاْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تُحْصِنُوْنَ ۟
بیا به له دې وروسته (۷) وچ کلونه راشي چې د هغو په اوږدو کې به تاسې ټول هغه څه وخورئ چې ددې وچ کالۍ لپاره به مو وړاندې ذخیره کړي وي او یوازې هغه څه به پاتې شي چې تاسې يي د تخم لپاره وژغورئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ عَامٌ فِیْهِ یُغَاثُ النَّاسُ وَفِیْهِ یَعْصِرُوْنَ ۟۠
بیا به له دې وروسته یو داسې کال هم راشي چې د خلکو دعاګانې به قبولې او باران به پرې وشي او خلک به پکې میوې وزبیښي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖ ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُ الرَّسُوْلُ قَالَ ارْجِعْ اِلٰی رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ الّٰتِیْ قَطَّعْنَ اَیْدِیَهُنَّ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ بِكَیْدِهِنَّ عَلِیْمٌ ۟
او پاچا وویل: دا سړی ماته راولئ. کله چې استازی یوسف ته ورغی یوسف ورته وویل: بادار ته دې بیرته ورشه او پوښتنه ترې وکړه چې د هغو ښځو کیسه څه وه چې لاسونه يې پرې کړي وو؟ بې شکه چې زما رب د هغوی له مکر نه ډير ښه خبر دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ اِذْ رَاوَدْتُّنَّ یُوْسُفَ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— قُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا عَلِمْنَا عَلَیْهِ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— قَالَتِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ الْـٰٔنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ ؗ— اَنَا رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ وَاِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
پا چا وویل: ای د ښار ښځو! ستاسې خبره څه وه چې تاسې له یوسف نه د هغه ځان غوښتی ؤ؟ ټولو وویل پاک یوازې یو الله دی مونږ له یوسف نه هیڅ بد ندي لیدلي. او د عزیز ښځې هم وویل اوس حق په رښتیني توګه رامنځ ته شو. ما له هغه نه د هغه ځان غوښتی ؤ خو هغه له ډیرو رښتینو څخه ؤ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ذٰلِكَ لِیَعْلَمَ اَنِّیْ لَمْ اَخُنْهُ بِالْغَیْبِ وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ كَیْدَ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟
یوسف وویل: دا پوښتنه او ګرویګنه مې ځکه وکړه چې عزیز پوه شي چې ما په پټه ورسره خیانت نه و کړی او بې له شکه چې الله پاک د خائنانو مکر او فریب د بري په لار نه سموي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಯೂಸುಫ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ