Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಸಬಅ್   ಶ್ಲೋಕ:
اَفْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَمْ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلِ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ فِی الْعَذَابِ وَالضَّلٰلِ الْبَعِیْدِ ۟
آیا پر الله يې درواغ تړلي یا په هغه كې ليونتوب دى؟ (نه) بلكې هغوى چې آخرت نه مني په عذاب او (له حقه) په لېري بې لاريتوب كې دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَفَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنْ نَّشَاْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟۠
ايا دوى هغه اسمان او ځمكه نه دي ليدلي چې له دوی وړاندې او وروسته راچاپېر شوي دي؟ كه موږ وغواړو نو دوى به په ځمكه ننباسو، يا به د اسمان څه ټوټې پر دوى را وغورځوو، په حقيقت كې په دې كې د هر هغه بنده لپاره يوه نښانه ده چې د الله طرف ته ورګرځېدونكى وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ مِنَّا فَضْلًا ؕ— یٰجِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ وَالطَّیْرَ ۚ— وَاَلَنَّا لَهُ الْحَدِیْدَ ۟ۙ
او موږ داود (علیه السلام) ته له خپل لوري فضيلت وركړى و، اې غرونو له هغه سره تسبيح تكراروئ او (اې) مرغانو (تاسو هم)، او هغه ته مو اوسپنه پسته كړه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَنِ اعْمَلْ سٰبِغٰتٍ وَّقَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
چې ښې ښې (پوره) زغرې جوړوه او په اوبدلو كې اندازه ساته او (تاسي ټول) ښه ښه كارونه كوئ، بې شكه زه ستاسي د كړو وړو ليدونكى يم.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَّرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۚ— وَاَسَلْنَا لَهٗ عَیْنَ الْقِطْرِ ؕ— وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ یَّعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ؕ— وَمَنْ یَّزِغْ مِنْهُمْ عَنْ اَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
او سليمان (علیه السلام) ته مو باد تابع كړى و چې د سهار مزل يې هم د مياشتې و او د ماښام يې هم د يوې مياشتې او هغه ته مو د تانبې چينه (هم) بیولې وه، او تابع کړي وو موږ د پېريانو څخه چې د خپل رب په حكم يې د هغه پر وړاندې كار كولو، او څوك چې په دوی کې زموږ د حکم څخه سرغړونه وکړي، هغه ته به د بل شوي اور عذاب ور وڅكو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَعْمَلُوْنَ لَهٗ مَا یَشَآءُ مِنْ مَّحَارِیْبَ وَتَمَاثِیْلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُوْرٍ رّٰسِیٰتٍ ؕ— اِعْمَلُوْۤا اٰلَ دَاوٗدَ شُكْرًا ؕ— وَقَلِیْلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّكُوْرُ ۟
سليمان (علیه السلام) به چې څه غوښتل هغه به دوى ورته جوړولو (لکه) عبادتخانې، مجسمې (څېرې)، د حوضونو په څېر خانكونه او په نغريو ولاړو دېګونه، اې د داود (علیه السلام) كورنۍ (د دې) شكرانې لپاره (نېك) عمل كوئ او زما بندګانو كې لږ شكر وېستونكي دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلٰی مَوْتِهٖۤ اِلَّا دَآبَّةُ الْاَرْضِ تَاْكُلُ مِنْسَاَتَهٗ ۚ— فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ اَنْ لَّوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوْا فِی الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟
بيا كله چې موږ پر سليمان (علیه السلام) د مرګ فيصله وكړه، نو پېريانو ته د هغه د مرګ خبر وركوونكى بل څه نه و پرته له هغه چینجي چې د هغه امسا يې خوړله، په دې ډول كله چې سليمان (علیه السلام) راولوېده، نو (خلکو ته) پېریان څرګند شول چې كه دوى په غيبو پوهېدلی نو دغه سپکونکی عذاب كې به نه وو پاتې شوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಸಬಅ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ರಬ್ವಾಹ್ನಲ್ಲಿರುವ ದಾವಾ ಸಂಸ್ಥೆ ಮತ್ತು ಭಾಷೆಗಳಲ್ಲಿ ಇಸ್ಲಾಮಿಕ್ ವಿಷಯವನ್ನು ಸೇವಿಸುವ ಸಂಸ್ಥೆಯ ಸಹಕಾರದೊಂದಿಗೆ ರುವ್ವಾದ್ ಅನುವಾದ ಕೇಂದ್ರದ ತಂಡದಿಂದ ಅನುವಾದಿಸಲಾಗಿದೆ.

ಮುಚ್ಚಿ