Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់អាន់ហ្វាល   វាក្យខណ្ឌ:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَتَذْهَبَ رِیْحُكُمْ وَاصْبِرُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟ۚ
د الله او د هغه د رسول مننه وکړئ او په خپلو مینځونو کې شخړه مه کوئ که نه نو د کمزوری به درته مخه او د بدبه به مو له مینځه ولاړه شي صبر وکړئ بې شکه چې الله له صبر کوونکو سره دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بَطَرًا وَّرِئَآءَ النَّاسِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟
د هغو خلکو په شان مه کیږئ چې دو ویاړنې او خلکو ته د ځان ښوولو لپاره له کورونو وتلي وو. د الله له لیارې نه خلک منع کوي او الله د هغوی پر ټولو کړنو محیط دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذْ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْیَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَاِنِّیْ جَارٌ لَّكُمْ ۚ— فَلَمَّا تَرَآءَتِ الْفِئَتٰنِ نَكَصَ عَلٰی عَقِبَیْهِ وَقَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكُمْ اِنِّیْۤ اَرٰی مَا لَا تَرَوْنَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ ؕ— وَاللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟۠
او هغه وخت در په زړه کړه چې شیطان د هغوی کړنې ښایسته او ورته یې وویل نن په تاسو څوک نه شي برلاسی کیدای ځکه چې زه مو ملاتړ یم خو کله چې د اسلام او کفر دواړه ډلې سره مخ په مخ شوې نو مخ په څټ ترې په منډه شو او ویي ویل زه ستاسې له ملتیا بې زاره یم ځکه چې زه هغه څه وینم چې تاسې یې نه وینئ زه له الله نه ډاریږم او د الله عذاب خورا سخت دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ غَرَّ هٰۤؤُلَآءِ دِیْنُهُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
هغه وخت درپه زړه کړه چې منافقانو او ټولو هغو خلکو چې زړونه یې په ناروغۍ اخته وو ویلې چې دا خلک خپل دین لیونیان کړي دي په داسې حال کې چې څوک پر الله توکل وکړي نو دا خبره پخه ده چې الله پاک په هر څه برلاسۍ او د حکمت څښتن دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ یَتَوَفَّی الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۚ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
خورا په تعجب به شې که ته هغه صحنه ووینې چې پرښتې د کافرانو روحونه په داسې حال کې اخلې چې په مخونو او څټونو ګوزارونه ورکوي. او ورته وايي چې سوزوونکی عذاب وڅکئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟ۙ
دا ستاسې د پخوانیو کړنو بدل دی که نه! نو الله په خپلو بنده ګانو تیری نه کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دا خلک فرعون او د هغه پخوانیو ملګرو ته ورته دي چې د الله په ایتونو کافر شوي وو الله په خپلو ګناهونو ونیول د الله عذاب خورا قوي او پیاوړی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់អាន់ហ្វាល
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ