Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់ទូខន   វាក្យខណ្ឌ:
وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ
ځانونه پر الله لوړ مه ګڼئ. په رښتیا چې زه تاسې ته یو ښکاره دلیل راوړم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ
او زه له خپل او ستاسې له رب نه پناه غواړم چې تاسې مې په ډبرو ووژنئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟
او که په ما ایمان نه راوړئ نو له ما نه لرې شئ او مخه مې خوشې کړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟
او بیا يي خپل رب ته لاسونه پورته کړل او ويې ویل: دا یو سر کشه او مجرم قوم دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ
الله ورته وفرمایل: نو زما بنده ګان د شپې روان کړه په تاسې پسې به پل واخیستی شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟
او سیند په خپل حال ولاړ پریږده. بې له شکه چې هغوی غرقیدونکی لښکر دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
څومره ډیر باغونه او ښکلي چیني يې پریښوولې؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
او څومره کښتونه او غوره او ښایسته محلونه؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ
او څومره نعمتونه چې هغوی به پکې چړچې کولي؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟
په همدې توګه مو هغوی هلاک او هر څه مو نورو ته په میراث ورکړل.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠
په فرعونیانو نه اسمان وژړل او نه ځمکې او نه هغوی ته څه وخت ورکړای شو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ
او مونږ بنې اسرائیل له سپکوونکي عذاب څخه خلاص کړل.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟
د فرعون له عذاب نه په رښتیا چې هغه ډیر لوی متکبر او له پولو ور اووښتی وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او دخپل علم په رڼا کې مو هغوی پر ټولو خلکو غوره کړي وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟
او هغه لويي نښي مو ورکړ چې په څرګند ډول ازمیښت و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
هو! همدغه خلک دي چې وايي:
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟
زمونږ همدغه یو لومړنی مرګ وو او بیا مونږ ژوندي نه راپاڅول کیږو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
که نه نو زمونږ پلرونه ژوني راولئ که تاسې رښتینې یاست.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟
ایا دوی غوره دي؟ او که د تبع قوم؟ او هغه قومونه چې له تبع نه هم وړاندې تیر شوي وو؟ مونږ هغوی ټول ځکه هلاک کړل چې: مجرمان وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟
مونږ اسمانونه، ځمکه او د دواړو په غیږ کې ټول څیزونه د لوبو لپاره نه دي پیدا کړي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
مونږ پرته د حق له انګیزې په بله هیڅ انګیزه نه دي بیدا کړي خو ددوی دیر خلک نه پوهیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់ទូខន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ