Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាហ្សហ្សុខរ៉ហ្វ   វាក្យខណ្ឌ:
وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ
او هم به مو، د هغوی د کورونو دروازې او هغه تختونه چې تکیه پرې کوي له سپینو رو کړی وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او د ورځني ژوند نور څیزونه به مو له سرو زرو ور کړي وو. خو: دا ټول د دنیوي ژوندون ګټه ده. او اخرت ستا د رب په وړاندې یوازې دپرهیزګارانو لپاره دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟
او هر څوک چې د رحمن خدای له یاد نه بې پروا شي نو مونږ یو شیطان په غاړه کې وراچوو او هغه يي همیشنی دوست وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
شیطانان دا وړ خلک له سمې لارې نه په څنګوي خو هغوی انګیري چې ګنې په سمه روان دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟
تر څو چې مونږ ته راشي نو بیا خپل شیطان دوست ته وايي: دریغه چې زما او ستا ترمینځ د ختیځ او لویدیځ هومره لرې والی وای ته ډیر بد دوست يې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
او نن ورځ به دا بیزاري تاسې ته هیڅ ګټه ونه رسوي. او له دې کبله چې تاسې تیری کړی دی نو دواړه په عذاب کې یو برابر يي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
نو ای محمده! ایا ته به يې کاڼه ته واوروې؟ او یا به ړانده او هغه ته چې ښکاره لار ورکی دی لار وښوولی شې؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ
ای محمده! یا به مونږ تا بوځو مونږ له دوی نه خامخا غچ اخیستونکي یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟
او یا به تاته هم هغه څه وښایو چې مونږ يې وعده ورسره کړې او دا زمونږ د وسې کار دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
په هغه څه منګولي ښځې کړه چې تاته وحی کولی شی له شک نه وتلې خبره ده چې ته په سمه لار يې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
او پخه خبره ده چې تا او ستا قوم ته دا قران لوی پنده دی. او ډير ژر به تاسې وپوښتلی شئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠
او زمونږ له هغو ټولو پیغمبرانو نه چې له تانه وړاندې مو لیږلي وو، پوښتنه وکړه چې: ایا مونږ پرته له رحمن خدای نه نور خدایان ټاکلي وو چې عبادت يي وشي؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او په باوري توګه مونږ موسی له خپلو دلایلو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته لیږلی ؤ. موسی ورته وویل: زه د رب العالمین استازی یم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟
او چې کله يې زمونږ دلایل ورته وړاندې کړل نو هغوی پرې خندا وکړه.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាហ្សហ្សុខរ៉ហ្វ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ