Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស្ហ់ស្ហ៊ូរ៉   វាក្យខណ្ឌ:

شوری

حٰمٓ ۟ۚ
حم
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
عٓسٓقٓ ۟
عسق
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۙ— اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
په دې توګه تا او هغو پیغمبرانو ته چې له تا وړاندې وو برلاسي او د حکمت والا الله خپل پیغام وحي کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه یوازې د هغه او هغه له هر څه نه لوړ او لوی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
نژدې ده چې له ډاره يې اسمانونه یو د بل له پاسه ټوټه، ټوټه راوغورځیږي. او ملایکې په ثنا او صفت سره د خپل رب ستاینه کوي او د ځمکې ټولو اوسیدونکو ته بښنه غواړي، خبردار! الله ښه بښونکی او مهربان دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ ۖؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟
او کومو کسانو چې پرته له الله نه دوستان نیولي دي، الله يي د کړنو ساتونکی دی. او ای محمده! ته پر هغوی څارونکی نه يي[۱]
[۱] ددې ایت مفهوم قران کریم د سورت رعد په ۴۰ ایت کې داسې بیانوي( فانما علیک البلاغ وعلینا الحساب ) ستا دنده یوازې ده. حساب زمونږ کار دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَفَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ ۟
او په همدې توګه مونږ تاته عربي قران وحې کړ چې ته پرې د مرکزي ښار یعنې مکې او د هغې د چاپیریال خلک وډاروي[۲] او د ټولیدو له ورځې چې په راتګ کې يي هیڅ شک نشته وویروې. په هغه ورځ به ځینې خلک په جنت او ځینې نور به په سوزوونکي اور کې وي.
[۲] معنې دا چې ټول بشر( تفسیر ابن کثیر)
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او که الله غوښتې وای نو ټول به يې یو امت ګرځولی وای خو د هغه چې چاته خوښه شې په خپل رحمت کې يې داخلوي. او د ظالمانو نه کوم دوست شته او نه ملاتړ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۚ— فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَهُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
ایا هغوی پرته له الله څخه نور کارجوړونکي نیولي دي؟ رښتینی کارجوړونکی یوازې یو الله دی چې مړي ژوندي کوي او پر هر څه پیاوړی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟
او په هر څه کې چې تاسې اختلاف کوئ د هغه رښتینې پریکړه له الله سره ده همغه الله زما رب دی او یوازې پر هغه مې توکل او یوازې هغه ته مې رجوع ده.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស្ហ់ស្ហ៊ូរ៉
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ