Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: យ៉ាស៊ីន   វាក្យខណ្ឌ:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ
او ای پیغمبره! د مثال په توګه ورته د هغه کلي د خلکو کیسه واوروه چې پیغمبران ورته راغلي وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟
مونږ دوه تنه ور ولیږل. خو خلکو دواړه درواغجن وګڼل نو مونږ يي په درییم ملاتړ وکړ او ټولو ورته وویل: دا خبره بالکل پخه ده چې مونږ همدا تاسو ته رلیږل شوی یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟
د کلي خلکو وویل: تاسې زمونږ په شان انسانان يې او مهربان خدای هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې پرته له دې چې درواغ جوړوئ بل هیڅ درسره نشته.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟
رسولانو وویل: زمونږ رب ته معلومه ده چې مونږ همدا تاسې ته رالیږلی شوي یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او زمونږ دنده یوازې ښکاره رسونه ده او بس.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
خلکو وویل: مونږ تاسې سپیره ګڼو. قسم دی که لاس وانه خلئ نو له ډیرو به مو لاندې او زمونږ له لورې به دردناک عذاب در ورسیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟
استازو وویل: تاسو او ستاسې بدفالي. اوس چې پند درکړای شو( تاسو دا خبره کوي؟ نه) : بلکې روغه خبره همدا ده چې تاسې له پولو اووښتي خلک يې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
د ښار له لرې برخې یو سړی په منډه راغی او ویې ویل: ای زما قومه! د رسولانو مننه وکړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
د هغو خلکو مننه وکړئ چې له تاسې هیڅ امتیاز نه غواړي او په خپله هم په سمه لار روان دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او زه به ولې د هغه ذات عبادت نه کوم چې زه يي پیدا کړې یم او تاسې به هم بیرته ورګرځول کیږئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ
ایا زه پرته له هغه نور خدایان ونیسم؟ که رحمن خدای ما ته کوم زیان رسول وغواړي نو د هغوی سپارښت ما ته هیڅ ګټه نه شي کولی او نه مې خلاصولی شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
که زه دا وکړم نو زه به په ښکاره ګمراهۍ اخته وم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ
ای خلکو! واورئ ما ستاسې په رب ایمان راوړی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
ورته وویل شو[۱] چې جنت ته داخل شه. هغه وویل: دریغه زما قوم پوه شوی وای[۲].
[۱] د شهادت په وخت کې چې روح يې قبض کولی شو. او یا له شهادت وروسته ورته ملایکو یا الله جل جلاله په خپله وفرمایل( ابن جریر الطبري).
[۲] چې د جنت نعمتونه يې ولیدل نو دا ارما يي وکړ( ابن جریر الطبری).
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟
په هغه بښنه چې زما رب ماته کړې او زه يي د عزتمنو خلکو په کتار کې کڼلی یم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: យ៉ាស៊ីន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ