Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាលីអុិមរ៉ន   វាក្យខណ្ឌ:
وَكَیْفَ تَكْفُرُوْنَ وَاَنْتُمْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ اٰیٰتُ اللّٰهِ وَفِیْكُمْ رَسُوْلُهٗ ؕ— وَمَنْ یَّعْتَصِمْ بِاللّٰهِ فَقَدْ هُدِیَ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠
او تاسې به ولې کافران کیږئ په داسې حال کې چې پر تاسې دالله ایتونه لوستلی او رسول یې هم ستاسې په مینځ کې دی، او څوک چې د الله په دین منګولې ولګوي نو په تحقیق سره هغه ته د روغې لارې ښوونه شوي ده.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! له الله څخه د هغه د شان په پرتله وډاریږئ او باید تر مرګه په اسلام ټينګ پاتې شئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِیْعًا وَّلَا تَفَرَّقُوْا ۪— وَاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ كُنْتُمْ اَعْدَآءً فَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهٖۤ اِخْوَانًا ۚ— وَكُنْتُمْ عَلٰی شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَاَنْقَذَكُمْ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟
او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ خواره واره کیږئ مه او هغه پیرزوینې یې چې پر تاسې کړي دي رایادې کړئ، کله چې تاسې یو د بل دښمنان واست نو ستاسي د زړونو په مینځ کې یي مینه راوستله او د هغه پیرزویني په رڼا کې وروڼه وګرځیدئ او تاسې د اور د کندې پر څنډه واست، نو له اور څخه یې خلاص کړئ په همدې ډول الله تاسې ته خپل ایتونه بیانوي تر څو لار پیدا کړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ یَّدْعُوْنَ اِلَی الْخَیْرِ وَیَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
او باید له تاسې څخه یوه ډله وي چې د خیر په لور بلنه کوي په نیکۍ امر کوي او له بدۍ څخه منع، او همدغه خلک خلاصیدونکي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ تَفَرَّقُوْا وَاخْتَلَفُوْا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ
او د هغو خلکو په شان مه کیږئ چې د ښکاره دلیلونو له راتګ وروسته جلا جلا شول او اختلاف یې وکړ او همدغو خلکو ته لوی عذاب دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَّوْمَ تَبْیَضُّ وُجُوْهٌ وَّتَسْوَدُّ وُجُوْهٌ ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْوَدَّتْ وُجُوْهُهُمْ ۫— اَكَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
هغه ورځ چې ځینې مخونه سپین کړای شي او ځینې مخونه تور، تور مخو خلکو ته به وویل شي ایا تاسې له ایمان راوړلو وروسته کافران شوئ؟ نو اوس د خپل کفر په بدل کې عذاب وڅکئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ ابْیَضَّتْ وُجُوْهُهُمْ فَفِیْ رَحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او کومو کسانو چې مخونه یې سپین کړای شوي دي د الله په رحمت کې دي، او تل تر تله به په دې رحمت کې وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
(ای محمده!) دا د الله ایتونه دي چې مونږ یې پر تا لولؤ او الله پاک پر خلکو ظلم نه غواړي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាលីអុិមរ៉ន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ