Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វូរកន   វាក្យខណ្ឌ:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟
او ای محمده! ته مونږ یوازې زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
ای محمده! ووایه چې زه د دین په رسونه له تاسې نه کوم بدل نه غواړم. زما مزدوري یوازې همدا ده چې د چا خوښه وی د خپل رب لار دې غوره کړي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟
پر هغه ژوندي ذات توکل وکړه چې هیڅکله نه مري، له ستاینې سره يې پاکي بیان کړه، او د خپلو بنده ګانو له ګناهونو څخه یوازې د هغه باخبر توب کافي دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې اسمانونه، ځمکه او د دواړو په مینځ کې ټول موجود څیزونه يي په شپږو ورځو کې پیدا او بیا يي پر عرش استواء وکړه خورا ډیر مهربان دی، د هغه د شان پوښتنه له ډیر پوه نه وکړه[۷].
[۷] په انسانانو کې د الله جل جلاله د شان په هکله زیات پوه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی. ( تفسیر ابن کثیر).
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟
او کله چې هغوی ته وویل شو چې رحمن خدای ته سجده وکړئ! نو ويې ویل: چې رحمن څه وي؟ ایا ته چې څوک ښايې مونږ به هغه ته سجده کوو؟ دغې بلنې د هغوی کرکه لا پسې زیاته کړې ده.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟
بابرکته دی هغه ذات چې په اسمان کې يي برجونه[۸] پیدا کړي او په هغه کې يي څراغ او روښنايې ورکوونکې سپوږمۍ پیدا کړې ده.
[۸] بروچ د برج جمع چې د تبرج نه اخیستی شوی په معنې د ښکاره دی( فتح القدیر).
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې یو د بل پسې کړي تر څو که د چا اراده وي پند واخلي او یا دشکر ویستلو هیله ورسره وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟
او د مهربان خدای بنده ګان هغه کسان دي چې په خورا وقار سره په ځمکه ځي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي نو روغي خبرې[۹] ورته کوي.
[۹] داسي ځواب ورکوي چې د هغوی د ذهن سره برابر او د هغوی په ګټه وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟
او هغه کسان دي چې شپه خپل رب ته په سجده او ولاړه تیروي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ
او تل يي همدا وینا وي چې: ای زمونږ ربه! د جهنم عذاب له مونږ نه واړه وه بې شکه چې د هغه عذاب خوراک کلک تړلی وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
بې له شکه چې هغه د ورتګ او پاتې کیدلو لپاره خورا بد او ناکاره ځای دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟
او هغه کسان دي چې کله مال لګوي نو نه اسراف کوي او نه بیخي لاس نیسي بلکې د دواړو په مینځ کې روان وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វូរកន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ