Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ * - មាតិកានៃការបកប្រែ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ   វាក្យខណ្ឌ:
خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ؕ— یَخْلُقُكُمْ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِیْ ظُلُمٰتٍ ثَلٰثٍ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟
تاسو (ټول) يې له يو كس نه پيدا كړئ بيا يې د هغه جوړه ترې پيدا كړه او تاسو ته يې له څارويو نه اته جوړې پیدا كړې دي، هغه تاسي د خپلو ميندو په ګېډو كې د يو پيدايښت نه وروسته بل پيدايښت سره په دريو تيارو كې پيدا كوي، دا الله ستاسو رب دى باچايي د هغه ده، له هغه پرته كوم بل د عبادت لایق نشته نو تاسو كومې خواته اړول كېږئ؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنْكُمْ ۫— وَلَا یَرْضٰی لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۚ— وَاِنْ تَشْكُرُوْا یَرْضَهُ لَكُمْ ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي او هيڅ بار وړونكى به د بل بار يونسي، بيا به مو ورتګ د خپل رب په لور وي نو تاسو چې څه كول بيا به مو په هغو خبر كړي، بېشكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهٗ مُنِیْبًا اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَا خَوَّلَهٗ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا كَانَ یَدْعُوْۤا اِلَیْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِیْلًا ۖۗ— اِنَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۟
او كله چې انسان ته څه تكليف ورسي نو خپل رب رابلي په داسې حال کې چې هغه ته ښه ورګرځېدونكى وي، او كله چې الله له خپل لوري څه نعمت وروبخښي نو له هغه مخكې يې چې څه ته رابللو هغه (ذات) هېر كړي او الله سره نور شريكان وټاكي چې بيا (نور خلك هم) د هغه له لارې واړوي، ورته وايه: له خپل كفر دې لږه نوره ګټه هم واخله، ته خو يې له دوزخيانو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّقَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَیَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠
آیا هغه څوک چې د شپې په وختونو كې په سجده او قيام په عبادت لګياوى، له اّخرته وېريږي او د خپل رب رحمت ته په هيله وي [دا کیدای شي په شان د هغه چا چې داسې نه دی]؟ ووايه: آيا هغه كسان چې پوهيږي او هغه چې نه پوهيږي (دواړه) سره برابر دي؟ یقینا هغه څوک پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ یٰعِبَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَاَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةٌ ؕ— اِنَّمَا یُوَفَّی الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ورته ووايه: اې زما هغه بندګانو چې ايمان يې راوړى، د خپل رب نه وېره وكړئ، د هغو كسانو لپاره چې په دې دنيا كې يې نيكي وكړه، ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده او يقيناً چې د صبر كونكو اجر به بې حسابه پوره پوره وركول كيږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាស់ហ្សូមើរ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយក្រុមមជ្ឈមណ្ឌលរ៉ូវ៉ាតនៃការបកប្រែ ដោយសហការជាមួយសមាគមអំពាវនាវនៅរ៉ាប់វ៉ា និងសមាគមបម្រើមាតិកាអ៊ីស្លាមជាភាសាផ្សេងៗ។

បិទ