Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ * - មាតិកានៃការបកប្រែ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អើររ៉ក់ទ៍   វាក្យខណ្ឌ:
لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ ؕ— وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
همغه ته بلنه وركول حق دي، پاتې شوې هغه نورې هستۍ چې دوى ورته له هغه پرته بلنه وركوي، هغوى د دوى د دعاګانو هيڅ ځواب نشي وركولى، هغو ته بلنه وركول خو داسې دي لكه څوك چې اوبو ته لاس اوږد كړي او ورنه وغواړي چې راشئ زما خولې ته، په داسې حال كې چې اوبه هغه ته رسېدونكې نه دي. كټ مټ همدغه شان د كافرانو دعاګانې هم هېڅ شى نه دى، مګر يو بې هدفه باطل كار دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّظِلٰلُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟
او هماغه الله ته سجدې كوي څوك چې په اسمانونو او زمكه كې دي په خوښه او ناخوښه او د هغوى سيوري (هم) په سهار او ماښام كې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَاتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ لَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— اَمْ هَلْ تَسْتَوِی الظُّلُمٰتُ وَالنُّوْرُ ۚ۬— اَمْ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوْا كَخَلْقِهٖ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَیْهِمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟
ورته ووايه: د اسمانونو او زمكې رب څوك دى؟ ووايه: الله دى. ورته ووايه ښه نو آيا له هغه پرته مو ځانته داسې دوستان نيولي دي چې هغوى خپله د ځان لپاره د ګټې او تاوان واك نه لري، ورته ووايه: آيا ړوند او بینا (لیدونکی) سره برابر دي؟ يا ترږمۍ او رڼا سره برابرې دي؟ او كنه دوى الله سره داسې شريكان ټاكلي چې د هغه په شان پيدايښت دوى هم كړى نو د پيدايښت خبره پر دوى ګډه وډه شوې، ووايه: الله د هر شي خالق او هماغه يو برلاسی دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ اَوْدِیَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّیْلُ زَبَدًا رَّابِیًا ؕ— وَمِمَّا یُوْقِدُوْنَ عَلَیْهِ فِی النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْیَةٍ اَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ؕ۬— فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذْهَبُ جُفَآءً ۚ— وَاَمَّا مَا یَنْفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْاَرْضِ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ ۟ؕ
له اسمانه یې اوبه وورولې او خوړونه د خپل ‌‌‌ډکون په انداز وبهیدل، بيا سيلاب ځګ پورته راواخیست، او پر هغو شیانو چې خلک د ګاڼې یا څه سامان په لټون اور پرې بلوي هم دغه شان ځګ وي، همدغسې الله حق او باطل بیانوي، نو کوم چې ځګ دی هغه بې ګټې له منځه ځي او کوم چې خلکو ته ګټه رسوي، هغه په زمکه کې پاتېږي، الله همدغه شان مثالونه بیانوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لِلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنٰی ؔؕ— وَالَّذِیْنَ لَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهٗ لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْحِسَابِ ۙ۬— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟۠
كومو خلكو چې د الله بلنه منلې ده هغو لپاره ښېګڼه ده او چا چې نه ده منلې، كه هغو لره د زمكې ټول شته او ورسره هغومره نور وي خامخا به يې (د ځان ژغورنې لپاره) فديه وركړي، دوى هغه خلك دي چې بد حساب ورته ټاكل شوى او استوګنځى يې جهنم دى او هغه ډېر بد د اّرام ځاى دى.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អើររ៉ក់ទ៍
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយក្រុមមជ្ឈមណ្ឌលរ៉ូវ៉ាតនៃការបកប្រែ ដោយសហការជាមួយសមាគមអំពាវនាវនៅរ៉ាប់វ៉ា និងសមាគមបម្រើមាតិកាអ៊ីស្លាមជាភាសាផ្សេងៗ។

បិទ