Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់មុលក៍   វាក្យខណ្ឌ:
وَاَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
اې خلکو! خبرې مو که پټې کوئ او که يې ښکاره کوئ، الله پرې پوهيږي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په زړونو کې يې دي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم نه پټيږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ ؕ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟۠
آيا هغه ذات به نه پوهيږي چې ټول خلک يې پيداکړي، راز او تر راز پټ يې هم پيداکړي دي؟! او هغه پر بندګانو يې مهربانه دی، پر چارو يې ښه خبر دی، له هغه هيڅ هم ترې پټ نه دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَكُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ ؕ— وَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ۟
همغه ذات دی چې تاسو لره يې ځمکه پسته نرمه ګرځولې، پر هغې د اوسېدو لپاره، نو په بېلابېلو برخو او اړخونو کې يې وګرځئ، او له هغه روزي يې وخورئ چې تاسې لره يې پکې چمتو کړې ده، او يوازې هغه ته مو د حساب او بدلې لپاره بېرته را پورته کېدل دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُ ۟ۙ
آيا تاسې له هغه الله څخه چې په آسمان کې دی له دې خبرې په امن کې ياست چې هغه ستاسې لاندې ځمکه وچوي لکه څنګه يې چې د قارون لاندې وچوله وروسته تردې چې پر هغې د اوسېدو لپاره نرمه او اېل کړل شوې وه، نو پرتاسو وخوځيږي وروسته د هغې له برقرارۍ څخه.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ؕ— فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ ۟
آيا د هغه الله له لوري د دې خبرې په اړه ډاډه ياست چې هغه به پرتاسو له آسمانه ډبرې را ونه ليږي لکه د لوط پر قوم يې چې ولېږلې؟! نو ژر به پوه شئ کله چې تاسې لره زما عذاب زما له لوري په وېرولو ووينئ، خو هيڅکله به د عذاب له ليدلو وروسته ګټه ترې پورته نه کړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
له دغو مشرکانو مخکې چې کوم امتونه تېر شوي (خپل رسولان يې) درواغجن وګڼل، نو پر هغوی د الله عذاب را نازل شو پر خپل کفر او درواغ ګڼلو يې د ټينګار له امله، نو پر هغوی زما عذاب څنګه و؟! هغه ډېر سخت انکار( تغییر او بدلون) و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّیَقْبِضْنَ ؕۘؔ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ بَصِیْرٌ ۟
آيا دغو درواغ ګڼونکو خپل له پاسه داسې مرغان نه دي ليدلي چې د الوتلو پر مهال يوځل خپل وزرونه غوړوي او بيا يې ټولوي، او پر ځمکه له لوېدو يې له الله پرته بل څوک نه نيسي، بېشکه هغه د هر څه ليدونکی دی، هيڅ هم نه ترې پټيږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ ؕ— اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍ ۟ۚ
اې کافرانو! تاسې لره کوم داسې لښکر نشته چې د الله له عذابه مو مخه ونيسي که چېرې هغه مو په عذابول وغواړي، کافران يوازې دوکه شوي دي، شيطان دوکه کړي دي، نو هغوی هم پرې دوکه شوي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ ۚ— بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّنُفُوْرٍ ۟
هيڅوک نشته چې تاسې ته روزي درکړي که چېرې الله تاسو ته خپله روزي رسول منع کړي، بلکې پايله دا ده چې کافران په ضد، لويۍ او له حقه په مخ اړولو کې له بريده اوښتي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ايا څوک چې پړمخې پروت روان وي او مشرک وي هغه به په سمه لار وي او که هغه مؤمن چې پر نېغه لار روان وي؟!.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو د الله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته د حساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکي به د بيا ژوندي کولو د لېرې ګڼلو له امله وايي: دا ژمنه به کله وي چې ته يې زموږ سره ژمنه کوې اې محمده! ته او ملګري دې که په خپله هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه به هرومرو راتلونکي وي؟!.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ۪— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
اې رسوله! ووايه: د قيامت پوهه يوازې له الله سره ده، يوازې هغه پوهيږي چې کله به را منځته کيږي، او زه خو يوازې تاسو لره په خپلو وېرولو کې څرګندوونکی يم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• اطلاع الله على ما تخفيه صدور عباده.
د الله پر هغه څه خبرېدل چې د هغه دبندګانو سينې يې پټوي.

• الكفر والمعاصي من أسباب حصول عذاب الله في الدنيا والآخرة.
کفر او ګناهونه په دنيا او آخرت کې د الله د عذاب د حاصلېدلو له لاملونو څخه دي.

• الكفر بالله ظلمة وحيرة، والإيمان به نور وهداية.
پر الله کفر کول تياره او حيرانتيا ده، او پر هغه ايمان راوړل رڼا او لارښوونه ده.

 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់មុលក៍
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ - មាតិកានៃការបកប្រែ

ត្រូវបានចេញដោយមជ្ឈមណ្ឌល តាហ្វសៀរនៃការសិក្សាគម្ពីគួរអាន

បិទ